Homeخبرونهد افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوشنبه دوحې ته ځي

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی نن دوشنبه دوحې ته ځي

تاند ( دوشنبه، د جدي ارګ تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به نن دوحې ته روان شي.

خبرپاڼه وایي چې ټاکل شوې سبا د جنورۍ په ۵ مه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویېم پړاو خبرې پیل شي.

سرچینه کاږي چې په همدې موخه مذاکراتي پلاوي تېره ورځ ناوخته له ولسمشرغني سره کتلي دي او د خپلو پلانونو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړي دي.

ولسمشرغني هم په دې لیدنه کې ویلي چې مذاکراتي پلاوی د افغان حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید په مذاکراتو کې د افغانانو له حقوقو دفاع وکړي.

د سرچینې په خبره ولسمشر همدا راز ویلي چې مذاکرات باید د اساسي قانون پر بنسټ مخ ته یوړل شي.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې په دې پړاو مذاکراتو کې به افغان حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړي خو طالبانو تر اوسه د دویېم پړاو مذاکراتو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړه ده چې د سولې د لومړي پړاو خبرو له پیل راپدېخوا په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

که څه هم پاکستان او امریکا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند غوښتنې یې کړي خو طالبانو تر اوسه په څرګندو الفاظو خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...