جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارګ: ډېر ژر به د عامې روغتیا وزارت لپاره سرپرست وزیر معرفي...

ارګ: ډېر ژر به د عامې روغتیا وزارت لپاره سرپرست وزیر معرفي شي

تاند (شنبه، د جدي ۱۳) ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د عامې روغتیا وزارت مخکینی وزیر نور له دندې عزل شوی او په دې اړه حاشیه وي بحثونو او بیاکتنې ته اړتیا نشته.

ارګ وایي د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس د لوړ رتبه دولتي مقاماتو ټاکل او عزل کول د ولسمشر صلاحیت دی او د عامې روغتیا مخکېني وزیر د ۱۳۹۹کال د جدي په ۱۱نېټه د ولسمشر د (۱۳۹۶۹) ګڼې حکم په اساس عزل شوی دی.

سرچینه وایي نور په دې اړه حاشیه وي بحثونو او بیاکتنې ته هېڅ اړتیا نشته.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ډېر ژر به د عامې روغتیا وزرات لپاره سرپرست وزیر معرفي شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ یې د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني له دندې ګوښه کړ.

جواد عثماني په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و چې دی خبر نه وو چې دفتر ته تګ وړاندې یې د ګوښه کېدو لیک تر لاسه کړ.

1 COMMENT

  1. معمولا په یوه وزارت کې د یوې کورنۍ څو نفره غړي نه مقرریږي ، ځکه هلته د اداري دسپلین پرځای کورنۍ اړیکې پالل کیږي .
    د عامې روغتیا پخواني وزیر علاو له دې چې په رسمي کارونو کې د کورنۍ د غړو په واسطه غلطه استفاده کړې ، د خپل مسوولیت په اجرا کولو کې پاته راغلی ، په خپلو کارکوونکو باندې حاکمیت نه لري او یا به د هغوی سره پدې جرم کې شریک وي . رشوت اخیستل او رشوت ورکول لوی جرم دی .
    له بلې خوا د ښاغلي عثماني له خوا د یوې سیاسي څوکۍ د ساتلو لپاره لجاجت او هرج و مرج جوړول ، په سیاسي محافلو کې ډنډورې جوړول د بغاوت او ګډوډي لپاره زمینه مساعدول دي چې د ا په خپل وار سره جرم دی . د هېواد مسلکي او خصوصا د طب ډاکتران تل د خپلو هېوادوالو په خدمت کې وي ، سیاسي څوکۍ تل همداسې موقتي وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب