Homeخبرونههلمند کې د سل کسيزې قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰...

هلمند کې د سل کسيزې قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي

تاند (شنبه د جدي ۱۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو د سل کسيزې قطعې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند مرکز لښکرګاه ته نژدې په سور ګودر، بشران سیمو او دغه راز ناوې، ګرمسېر او نادعلي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په دغه نښتو کې د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو د یوې سل کسیزه ډلې د قوماندان عبدالسلام او درې ماین اېښودونکو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، قومندان عبدالسلام تر دې وړاندې د کجکي لپاره د طالبانو ولسوال و چې اوس مهال په ناوه کې پر امنیتي پوستو د برید پر مهال ووژل شو.

یاد وزارت وايي، ددې بریدونو پر مهال د طالبانو ۸ پتڼځایونه، ګڼ شمېر وسلې، وسایط او زیات شمېر رهبري شوي راکټونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د هلمند جګړې په اړه هم تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...