جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې له جنایي آمرینو د ازموینې اخیستلو لړۍ پیل شوه

کابل کې له جنایي آمرینو د ازموینې اخیستلو لړۍ پیل شوه

تاند (شنبه د جدي ۱۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل حوزو د پولیسو له جنايي امرینو د ازموینې اخیستنې لړۍ پیل شوه.

ښاغلي صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ازموینې اخیستنې دغه لړۍ نن پیل شوې چې دغه کار به نه یوازې پولیس او څارنوالي د عدلي ارزښتونو په یوه لیکه کې ودروي، بلکې دا توان به هم ورکړي چې د جرم او جنایت پر وړاندې اساسي ګامونه واخلي او ځان ترې خبر کړي.

د نوموړي په خبره، دغه ازموینه به په ۱۱ هغو ولایتونو کې چې په امنیتي میثاق کې شامل دي تر سره شي.

هغه وايي چې مکملې پایلې به یې میاشت وروسته په کلي او اجمالي ډول له خلکو سره شریکې کړي.

امرالله صالح زیاته کړې: « د امنيتی تړون په شاملو یوولسو ولايتونو کې د جنايي کارکوونکو د آزموينې د اخيستو لړۍ روانه ده او تر يوې مياشتې په کمه موده کې به يې پايلې له خلکو سره په ټوليزه توګه شريکې کړو.»

دغه اقدام وروسته تر هغه کېږي چې په کابل کې له هر بل وخت امنیتي پېښې زیاتې شوي، خلک په خپلو ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې پاتې ګڼي.

د افغانستان حکومت بیا د وروستۍ ناامنۍ ته په کتو پرېکړه کړې چې د پولیسو شمېر به دوه چنده کوي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7%d9%86%d8%af%db%8c%d8%b2%d8%9b-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب