که موټر، موټرسیکل، بایسکل او نور چلوئ باید مخته وګورئ، کنې لیري نه ده چې تر یوه غټ پاڼ به مو شوه کړي. همداسي د ژوند کیسه هم ده، که دي په تیرو خبرو او وختونو پسې کتل او وخت دي پر ضایع کړ نو په راتلونکې ژوند کې به له سختیو او ستونزو سره مخ شې.
اوس نو د ژوند د ښې راتلونکې لپاره سیخ سیده مخته ګورئ، د چا بېځایه خبري مه اورئ، د ستونزو او تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړئ.
د ژوند هم عجیبه کیسه ده! که ونه ځغلې نو ځای پر ځای به ولاړ وې فقط به ساه کاږې او ژوندی به يې، که منډه وهي او غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې په لاره کې بیا لویي ستونزې شته، لوړې، ژورې لري او ددې هرڅه ترڅنګ ځیني کسان بیا چي خپله یوازې ژوندي دي ستا د پرمختګ مخه نیسي، په لوی لاس درته ستونزې جوړوي، خبرې درپسې کوي او غواړي په خپل شکل کې دي کړي.
ځوانه! ګوره چې د ډېر عمر کسان هم ژوندي دي اما یوازې د هغه هدف په انتظار ناست دي چي دوی يې نه غواړي ( مرګ ) ځکه دوی اوس د پرمختګ، هوساه ژوند او دې ته ورته ډیري هیلي نه لري. ستا همدا د کار، زیار او زحمت وخت دی.
هره دنده چې لرې په مینه يې سرته رسوه، سهار چې د خپلې دندې په لورې ځې د پرمختګ او لا ډېر زیار هڅې کوه. که خلک درته وايي چې ستا دنده ډېره وړه ده ته به يې لوړه او با عزته ګڼې. که هغوی خبرې درپسې کوي ته به يې پروا نه ساتې. ډېر داسي ځوانان ما لیدلي چي کله د ملګرو سره د خپلي دندي په اړه خبري کوي هغوئ ورته وايي تر دې دندې خو دي دا ښه ده چې بیکاره په کور کې کښېنې، ستا شان وګوره او دا ډول دنده، تعلیم دي ددې د پاره وکړ چې اخر به دوکانداري کوې، په داسي حال کې چې تعلیم یوازې د پوهې ترسره لاسه کولو لپاره دی نه ده دتجارت او پیسو ګټلو وسیله، نو تل مخته ځه.
ته مخته ځه خلک خپله درپسې کیږي. که پر دښتونو مو سفر کړی وي نو نا بلده موټروان پر هغه لاره ځي چې بل موټر پرې تللی وي، د هغه د موټر لاره تعقیبوي ترڅو هدف ته ورسېږي، که څه هم لومړني موټروان شاید پر ځان خطرونه منلي وي خو موږ باید په دې پوه شو چې هغه زموږ تر مخه خپلې موخې ته رسېدلی.
مهمه خبره: که پرمختګ او بریالیتوب غواړې نو سهار وختي له خوبه پاڅه، خپله دنده بوج نه بلکي خپل شوق او ذوق وګڼه، هره ورځ ددندې پرمهال د پرمختګ او نوښت په فکر کې اوسه، د کار پرمهال د ساعت ستن مه تعقیبوه بلکې خپل کار تعقیب کړه.
ته مخته تلای شې، ته بریالی کېدلای شې.
مننه. ښه توصیه ده
خو
د بده مرغه زموږ د ژوند د وسائطو هم شا او هم مخته ډېر خنډونه ( ایښودل ) سوی دی
نه دېته پرېښودل کیږو چی د مخ د لیاری وضعیت تشخیص کړای سو او خپل سالم او مطلوب حرکت ته ادامه ورکړو او نه دېته پرېښودل کیږو چی د شا وضعیت ته په منصفانه او بې طرفانه توګه وګورو او قضاوت وکړو.
که څه هم شا ته کتنه د ټرافیکی قوانینو د تنظیم او سلامتیا یوه برخه ده خو زموږ ( شا ته لیدنه یا په بله ژبه ( تاریخ ) ته مراجعه هم د ستونزو او جنجالونو څخه ډکه یوه لیدنه ده او ( تاریخ ) ته د تاریخ د معکوسی بڼی ( خیرات ) په سترګه ګورو او د ځان ( فکری سلائقو) په ګټه ئې کاروو.
په هر حال
بله مسئله چی زموږ د ورځنی چارو په ټرافیک کی ئې زموږ د ( سترګو ) د ستری رول لوبوَنی په وړاندی لوی خنډونه را منځته کړی دی هغه زموږ ( غوږونه دی ).
د غوږ رول د انکار وړ نه دی خو موږ د بده مرغه په ټولنیز چاپیریال کی ( د کورنۍ او کلی او ښار په کچه ) غوږونو ته تر اړتیا تېر ارزښت ور کړی دی او په ځینو او ډېرو مسائلو کی د احمد او محمود د تبصرو او ( فلانی به څه وائي؟ ) له بېری د ځینو حتی قانونی کړنو څخه بېرېږو او دا فرهنګ مو تر اوسه په ځانو کی نه دی روزلئ چی ( زه ) خپل ځانته خپله نړۍ لرم او باید د خپل ژوند د ټرافیک مدیریت پخپل لاس کی ولرم او د احمد او محمود ( خلګ به څه وائی؟ ) کاذبو لوحو ته باید پاملرنه ونکړم که نې درلئ ټکر ( البته عمومی او منل سوی لوحې او له هغو څخه سرغړوَنه یا مراعاتوَل بېله خبره ده او د احمد او محمود د مثبتو یا منفی تبصرو ” خلګ به څه وائی؟ ” سره هیڅ تړاؤ نلری ).