جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ ووېشل شوي

کونړ کې د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ ووېشل شوي

تاند(شنبه، د جدي ۱۳) کرنې وزارت وایي، د کونړ ولایت د کرنې ریاست له خوا د خوړو نړیوال پروګرام«WFP» په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د یاد ولایت د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ او اړونده توکي ووېشل شول.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې یوه عراده ټراکټور، یو عراده زرنج، یو عدد د غنمو رېبلو ماشین، یو عدد د بوجو ګنډلو ماشین، د تخم پاکولو یوماشین او یو جنراټور شامل دي، چې د کونړ ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت د خاص کونړ، نرنګ او سرکانو ولسوالیو د بزګرانو پر ټولنو وېشل شوي دي.

ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې میکانیزه کول دي.

له یادو توکو څخه برخمن شوي بزګران وایي، له کرنیزو ماشینونو او توکو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوي، چې ډېر او باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي.

د دغو توکو په وېش غونډه کې د کونړ والي او ددې ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب