جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکابل کې د جنايي جرمونو په تور ۲۳ کسان نیول شوي

کابل کې د جنايي جرمونو په تور ۲۳ کسان نیول شوي

تاند(شنبه، د جدي ۱۳) د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ولایت په اړوندو سیمو کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي.

ددې وزارت له لوري نن شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پولیسو د تیرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ولایت په اړوندو سیمو کې د څو جلا عملیاتو د ترسره کولو پر مهال ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې ورځې مخکې د هیواد په درې ولایاتو دایکندي، لغمان او فراه کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول.

دغه راز څو ورځې وړاندې هم په کابل ښار کې د ملي پولیسو لخوا ډیری کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي و.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په مسؤلینو نیوکه کیږي چې د عامو خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او ډېر کله ملکي وګړي له له امنیتي ننګونو سره مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...