جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزیر له ګوښه کېدو وروسته ولسمشر غني دغه وزارت ته...

د روغتیا وزیر له ګوښه کېدو وروسته ولسمشر غني دغه وزارت ته لاړ

تاند(جمعه، د جدي ۱۱) وروسته له دې چې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني له دندې ګوښه کړ، ماښام مهال دې وزارت ته لاړ او د وزارت له معینانو او نورو چارواکو سره یې وکتل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني په روغتیا وزارت کې وویل« عامې روغتیا وزارت ته د راتګ موخه مې د دې وزارت هغو کارکوونکو ته چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې یې ځانونه قربان کړي، درناوی او د دوی روح ته دعا ده. د دوی کورنیو ته به رسیدګي وشي او د زحمتونو د درناوي په پار یې یو څلی جوړېږي.»

د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني، چې د بلخ د پحواني والي عطامحمدنور له لوري ولسمشر غني ته معرفي شوی و، وروسته له دې برطرفه شو چې د ښاغلي عثماني د ورور په شمول د عامې روغتیا وزارت څلور جګپوړي چارواکي د فساد په تور ونیول شول او لویې څارنوالۍ ته معرفي شول.

د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشید رسولي د جدي په ۹ مه په دې اړه وویل، دا کسان د لویې څارنوالۍ د مراقبت او کنټرول ریاست د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همکارۍ نیولي، نیول شوي کسان د څارنوالۍ له لوري تر څېړنې لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ پلاوي له وزیر څخه د هغه د ورور احمد شکران عثماني، د کابل په یوه روغتون کې د کارکوونکي کاوه سرمست زاده، د وزارت د مالی سلاکار فرامرز حمیدي او فریدون سلطاني څخه د څېړنو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر غني د عامې روغتیا په وزارت کې وویل « په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی. باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همداراز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي.»

دې ته په کتو چې د سیاسي جوړجاړي پر اساس د عامې روغتیا وزارت عطامحمد نور ته رسېدلی و، ولسمشر غني ژمنه وکړه چې نور به دا وزارت سیاسي شخص ته نه سپارل کېږي.

ښاغلي غني له کورونا سره په مبارزه کې د افغان طبي کارکوونکو مبارزه وستایله او ویې ویل چې له دې ایسته به هماغسي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له امنیتي او دفاعي منسوبانو سره ټېلفوني خبرې کوي، له کورونا سره د مبارزې د لومړۍ کرښې له مبارزو طبي کارکوونکو سره به هم ږغېږي او د هغوی وړاندیزونه به اوري.

ده په عامې روغتیا وزارت کې، چې له ډېرو کلونو راهیسې په هغه کې د پراخ فساد ادعاوې کېږي، هغه ټولې مقررۍ بې اعتباره وبللې چې د ده له لاسلیکه پرته کېږي.

2 COMMENTS

  1. دا هم حکومت دی چې په رسمي وزارت کې یې د یوه غله او جنګسالار انځور د قانوني ولسمشر سره یو ځای ځړېږي. مسعود د غلا، چور، بې اتفاقۍ، غصب، رشوت، هېواد پلورنې او جاسوسۍ سمبول دی نو ځکه یې عکس د غلو په وزارتونو کې لیدل کېږي. درناوي

  2. اشرف عنی صیب باید وحدت ملی په نظر که ونیسی، د عطا محمد خان برخه چیرته ده؟ هغه خو مبارزه کړی، د پنجشیر ونډه خو بیخی صفر ده ، د حکومت زیاته برخه د زابل، اورزګان، وردګ، غزنی، پکتیا بکتیکا د خلکو او خوصوصا د جمعه خان همدرد سره ده. وحدت ملی باید کلک په نظر که ونیول شی.!! مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب