جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو ۲۳...

د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو ۲۳ فتواوې باید ولس سره شریکي شي

محمد هلال

د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو فتواوې د ارشیفونو لپاره نه بلکې د ولس د پوهاوي لپاره دي. د دې فتواوو په اړه باید عام ولس خبر کړل شي. ځکه خو حکومت ته په کار ده، چې ولس د اړونده فتواوو په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي. 

د افغانستان د اسلامی جمهوریت مشرتابه، د امنیت شورا، د حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارات او عامه دولتي او غیر دولتي رسنیو څخه د الله په خاطر، د افغانستان د مظلوم ولس په خاطر او د روانو ظلمونو د توقف په خاطر هیله کېږي، چې د اسلامي نړۍ د علماو لخوا صادرې شوې فتواوې د مختلفو او بېلابېلو وسیلو له لارې له ولس او خلکو سره شریک شي. هره ورځ باید ولس ته یادونه وشي، چې روانه جګړه جهاد نه بلکې ناروا جګړه دي. 

د افغانستان مشرتابه ته په کار ده، چې ټولې هغه فتواوې یوه په یوه هر وخت او هره ورځ له خلکو سره شریکې کړي، چې په قطر کې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې چې په هغو کې د ټولې نړۍ نامتو علماوو شامل دي. 

د اسلامي نړۍ د درویشتو هېوادونو علماوو د افغانستان د جهاد په اړه فتواوې صادرې کړې، روانه جګړه یې جهاد نه فساد وباله خو متاسفانه دغه فتواوې یوازې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په مننې سره قلف او ارشیف کېږي.

طالبانو په ناسمو او غلطو افواهاتو سره هره ورځ زلمیان او کشر هلکان جذبوي او هره ورځ افغانان پرې وژني، هره ورځ د افغانستان علماو، پوهان او علمي کدرونه وژني نو حکومت د نړۍ د برجسته او حقه علماوو فتواوې ولې له ولس سره نه شریکوي!؟

وینو چې طالبانو په امنیتي ځواکونو هره ورځ سلګونه حملې کوي. په لسګونه ځوانان وژني، هره ورځ د افغانستان عامه تاسیسات ورانوي، سړکونه ورانوي، پلونه الوزوي، په مساجدو او ښوونځیو کې چاودنې کوي، هره ورځ د افغانستان د پرمختګ مخه نیسی حال دا چې له طالبانو سره یوازې پاکستان او ایران ملګري دي. په داسې حال کې د مصر د ازهر شریف دعلماوو او هم په قطر کې د یوسف القرضاوي په شمول د اسلامي نړۍ ټول علما روانه جګړه ناروا بولي او عملا یې فتواوې صادرې کړې خو حکومت دغه فتواوې له ولس پټې ساتلي دي. لازمه ده چې صادرې شوې فتواوې له ولس سره شریکې شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب