جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېپه کندهار کي رښتیا څه تېرېدل

په کندهار کي رښتیا څه تېرېدل

لیکوال: ډګروال میوند اڅکزی

لومړۍ برخه

د ۲۰۵ اتل قول اردو د کشف ټولۍ، چي زه یې قوماندان وم، د ټول جنوب د کشفي عملیاتو مسول وه، خو په هلمند کي د نوي لېوا په جوړېدو سره زما ټوله جزوتامونه له هلمند څخه کندهار ته ولېږل سول. همدلته زما د جزوتامونو وظیفه د امریکایې ډيلټا فورس امریکایې ځواکونو د سرې ټولۍ سره ول. سره ټولۍ په همدې وخت کي د پنجوایې، ژړۍ، میوند ، ښوراوک او غورک مسولیت درلود خو د ضرورت په وخت کي به یې د بلي امریکایې شنې کمپنۍ سره د ضرورت په وخت کي په خاکرېز، شا وليکوټ، میانشین، ارغنداو او نورو سیمو کي هم کومک کاوه. په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ م کالونو په کندهار کي امنیتي وضعیت خورا ښه و خو کله کله د میانشین، خاکرېز او شاولیکوټ په خورا لیري پرتو سیمو کي به امنیتي پيښي کېدلې البته اکثره به موږ په تخمونو کي خنثا کولې. په دې وخت کي د کندهار نامتو مجاهد عبدالحکیم جان د میوند امنیه قوماندان و او خان اغا اکا یې ولسوال و. د دوی دواړو قوي مدیریت او قومي نفوذ له کبله په هلمند کي میوند ته نږدې سیمو کي لا دښمن ګزاره نه سو کولای. د ۲۰۰۵ م کال په لومړیو کي د میوند د جنایې امریت یو افسر طالبانو نیولی او تر وژلو وروسته یې د هغه مړی د میوند د شهیدانو د هدیرې شمال طرف ته د اسامه بن لادن کمپونو ته نږدې په غرونو کي غورځولی و. عبدالله عبدالحکیم جان هغه طالبان ونیول او تر وژلو وروسته یې د هغوی مړي پر هم هغه ځای وغورځول. همدا یواځنۍ پېښه ده، چي پدې ټوله سیمه کي د ۲۰۰۵ م کال په اولو شپږو میاشتو کي وسوه.

کندهار ته د خالد د راتګ سره سم د عبدالحکیم جان او خالد تر منځ پر کوم شي سره ورانه سوې وه. د عبدالحکیم جان څخه د غچ اخیستلو لپاره هغه په یو داسي بهانه پسي ګرځېدئ، چي بهرنیانو او مرکزي حکومت ته یې د هغه د لیري کولو لپاره وړاندي کړي. خالد ته داسي راپورنه رسیدلي ول، چي د عبدالحکیم جان کسان په میوند کي د هرات کندهار پر لویې لاري پرتو د تیلو د پمپونو څخه په غیر قانوني توګه هره میاشت پیسې اخلي. یوه ورځ مازیګر د سپیني ټولۍ د سپین بلوک قوماندان بریدمن فورډ زما لیدو ته راغئ. ده له ما څخه غوښتنه وکړه، چي میوند ته د یو کشفي هدف لپاره ورسره ولاړ سم. موږ عملیات پلان کړل او په دا سبا د شپې پر ۷ بجې مو د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه د میوند پر لور حرکت وکړ. تقریبا ۹ بجو ته میوند ته ورسیدو. هلته د میوند ولسوالۍ په زړه ودانۍ کي د میوند ولسوال خان اغا اکا ولاړ و. خان اغا اکا زما سره خورا ښه رویه کول او هر وخت چي به موږ میوند ته ورغلو ده به زه خپل دفتر ته چي په دویم پوړ کي و بېولم او هلته که به د ډوډۍ وخت و ډوډۍ به مو سره خوړله او کنې شنې چای به د وچو مېو سره هر وخت زموږ په خدمت کي وې. ما ډوډۍ دده سره وخوړل. دوبی و، ما خپله بستره د ولسوالۍ جنوبي ودانۍ سر ته وخېږول. هلته مي یو کړی استراحت وکړ. د شپې پر ۱۱ بجې بریدمن فورډ ما ته راغئ، چي د ګزمې وخت دئ په ګزمه وځو. بهر راووتو مخ د هرات پر لور روان سو. په لار کي پرتو ټولو د تیلو پمپونو ته ورغلو. له هغوی څخه مو وپوښتل، چي ایا د عبدالحکیم جان کسان ستاسو څخه په زوره تېل یا پیسې اخلي؟ هغوی بیخي په نارمل توګه ویل، هو مګر موږ هغوی ته تېل د امنیت د تامین په بدل کي ورګوو. که دوی نه وي موږ باید د پمپ ساتلو لپاره ساتونکي ودرو خو اوس دا کار دوی راته کوي او موږ کله کله هغوی ته د همدې خدمت په بدل کي تېل ور کوو.

همدا خبره بریدمن فورډ خپلو مشرانو ته داسي رسولې وه، چي ګویا عبدالحیکم جان او خان اغا ددې پمپونو څخه تېل په زوره اخلي. دا په داسي حال کي و، چي په هغه وخت کي زما لپاره له فساده تر ټولو پاکه ولسوالي میوند وه، البته دامان، بولدک او نوري ولسوالۍ په ټوله معنی تر میوند بتري وي، مګر اسدالله خالد هیڅکله د دوی په اړه بهرنیانو ته شکایت نه کاوه. له همدې کبله د کندهار د امریکایې ځواکونو قوماندان ډګروال جېس او خالد د خان اغا او عبدالحکیم جان د لیري کولو پلان جوړ کړی و. تر دې څه وخت وړاندي موږ او بهرنیو ځواکونو د پولیسو د مجهز کولو لپاره د پولیسو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوله. موږ تقریبا ۱۵۰ میله کلاشینکوفونه خان اغا اکا او عبدالحکیم جان ته ورکړل. د وسلو د توزیع په منځ کي عبدالحکیم جان راغئ. هغه به پراخ ترخزي کندهاري کالي اغوستي وه، او روسي کلکوف به ور سره و. د امریکایې ځواکونو د استخباراتو یوه ډګدرمن مککېن په خورا تروش تندې له ما وپوښتل؟ Is he fucking Kochi?  ایا دا…کوچی دئ؟ هغه ته مي وویل، چي خالد سخت ور ته تور کړی دئ. مککین ته مي وویل، چي دا ډول کالي پخوانیو کندهاریانو اغوستل، چي وروسته بیا کندهاري پایلوچانو ته منسوب سول او اوس هغه ترخزي کالي نه یوازي بیرته په کندهار کي بیرته باب سوی دي بلکي په ټوله افغانستان کي یې اوس خلک اغوندي. او دا کلاشینکوف عبدالحکیم جان په خپل لاس د یوه روسي عسکر څخه د جهاد په وخت کي په یوه مخامخ جګړه کي اخیستی دئ نو له همدې کبله یې هغه هر وخت له ځان سره ګرځوي. خو ډګرمن مککین زما د خبرو سره هیڅ دلچسپي نه لرله.

     تر دې یوه میاشت وروسته یوه ورځ زه او د سپني ټولۍ قوماندان تورن ټرنر په پنجوايي کي تر جلسې وروسته ژړۍ ولسوالۍ ته روان و، چي کله له پاشموله د هرات کندهار لویې لاري ته راوختو د ګروال جېس ولاړ و. هغه موږ او تورن ټرنر ته وویل، چي تاسو میوند ته ولاړ سئ. اسدالله خالد د میوند امنیه قوماندان او ولسوال تبدیل کړي دي، خو اوس هغوی د والي امر نه مني او د نوي ولسوال او امنیه قوماندان د وژلو ګواښ یې کړی دئ. تورن ټرنر ګروال جېس ته وویل، چي زموږ وظیفه به هلته څه وي؟ هغه ورته وویل، چي تاسو باید د نوي ولسوال او امنیه قوماندان ساتنه وکړئ او که هر چا ستونزه جوړوله وې وژنئ. د همدې خبري په اورېدلو مي د زړه شړیک سو.

     میوند ولسوالۍ ته د رسیدلو سره سم مي ولیده، چي عبدالحکیم جان ټوله کسانو کډه بار کړې ده او په موټرانو کي سپاره دئ. د عبدالحکیم جان څخه مي تر روغبړ وروسته وپوښتل چي څه کیسه ده؟ ویل، شی نسته یو ګړی مخکي خالد نوی امنیه قوماندان او ولسوال معرفي کړل زما او د هغه تر منځ سپکه لفظي شخړه وسوه. ما ورته وویل، ما واورېدل، چي تاسو د نوي امنیه قوماندان د وژلو او د هغه ردلو خبره کړې وه؟ ویل یې هیڅ حقیقت نه لري. ما ور څخه وپوښتل، چي اوس څه کوې؟ ویل یې کور ته ځم که څه هم ناوخت دئ. ویل یې خان اغا ته مي ډېر وویل، چي راسره ولاړ سه خو هغه وایې سبا ځم. ما ورته وویل، بیخي ښه کار کوې، چي ځې. ویل یې ستا هم همداسي خوښه ده؟  ما ورته وویل هر څومره ژر چي له میونده وتلای سې، ووځه. له هغه سره مي خدای په اماني وکړه او هغه خپل خړ لنډکروزر ته وخت او ولاړ.

  زه په دویم منزل کي سیده د خان اکا دفتر ته ورغلم. خان اغا اکا د تل په شان پر خپل بالښته څنګ اچولی و او شاوخوا ملګري پر راټول ول. زما د ورتګ سره سم د عبدالحکیم جان ټلیفون ورته راغئ، هغه ورته وویل، چي هر څونه ژر، چي کیږي، له میونده ووځه. د خان اکا پر څېره له ورایه خواشیني برېښېده. ور څخه ومي پوښتل، چي دا اوس څه روان دي او دا هر څه څنګه داسي ژر پېښ سول؟ ویل یې اسدالله خالد نن ناڅاپه راغئ، او د میوند لپاره یې نوې امنیه قوماندان او ولسوال د معرفي لپاره راوستل. خالد دا کار زموږ په خبرولو سره هم کولای سوای خو یو دم راغئ او موږ ته یې د ولسوالۍ د پرېښولو امر وکړ. زموږ سره یې وضع بیخي امرانه ول، په همدې خاطر دده او عبدالحکیم جان تر منځ یو څه لفظي شخړه وسوه. زموږ تر ورتګ مخکي هلته دوه نور امریکایې بلکونه رسیدلي ول. زموږ په ورتګ د ډيلټا فورس ټوله ټولۍ او د ملي اردو یوه بلوک د میوند ولسوالۍ زوړ او نوي تعمیرونه محاصره کړي ول. د میوند ولسوالۍ نوې ودانۍ چي لا یې کارونه پوره نه وه تکمیل سوي، د خان اغا اکا د مامورینو او سرتیرو له خوا استعمالېدله. په دې ودانۍ کي د سرتیرو قوماندان خړ اڅکزی نومیدئ، هغه پخوانی مجاهد او خپله یوه پښه یې د روسانو سره د جهاد په وخت کي له لاسه ورکړې وه. زه چي به هر کله هلته ورغلم دده او د ملګرو له خوا به په ورین تندي منل کېدم. خو کله چي به د شپې د کشفي عملیاتو پر مهال هلته پاته کېدم، زه او زما ملګري به د دوی په خوږو شینې چایو  او ښوروا نازول کېدلو.  کله چي نوي ودانۍ ته ورغلم ومي ليده، چي اکثره یې د خپلو بسترو او سامانونو په ټولولو مصروف ول او څو نور کسان او اشپز د ماخستن ډوډۍ په تیارولو اخته وه. د ټولو په تندي کي ددې ناڅاپه پیښي له کبله یو ډول خفګان و، خو د افغانانو د عمومي عادت له مخي یې د خوشحالۍ تمثل کاوه. زه بیرته د خان اغا اکا دفتر ته راوګرځېدم. هغه ته مي وویل، چي پلان دي څه دئ؟ ویل یې عبدالحکیم جان ډېر کوښښ وکړ، چي نن ور سره ولاړ سم خو زموږ ځای هم لیري دئ او نفر او سامانونه مو هم ډېر دئ، سبا به په بې غمه زړه سره ولاړ سو. ماورته وویل خان اکا هر څومره ژر چي کېدای سي له دې ځایه ولاړ سه. ویل یې موږ له دوی سره څه لرو، حکومت پرېکړه کړې ده، چي زموږ پر ځای بل څوک راولیږي، مګر موږ صرف دلته مازي یوه شپه تیرو. ما ورته وویل خان اکا ته خبر نه یې چي خالد څومره دې سرو (امریکایانو) ته تور کړی یې، خو که زما دا منې څومره ژر چي کېدای سي له دې ځایه ووځه.

 په همدې وخت کي د ماخستن ډوډۍ راوړل سوه. زه د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د خان اکا له دفتر راکښته سوم او د خپلو ملګرو او تورن ټرنر سره یو ځای سوم. ډګروال جېس هم ولاړ و او هغه زموږ څخه خدای پاماني واخیستله او ددې مسلئ سمبالول یې تورن ټرنر او جګړن مککین ته پرېښول. ما خپل کسان د ډيلټا فورس د ټولو بلوکونو سره موظف کړل او په دې شپو کي زه د خورا سخت سردرد او بې خوبۍ څخه کړېدم. ما خپل د خوب بستره د ودانۍ بام ته د خوب کولو لپاره وڅېژاوه. هلته مي د خوب ګولۍ وخوړې او بیده سوم. ما خان اغا اکا، تورن ټرنر او خپلو نفرو ته وویل لطفا تر یو جدي قدم اخیستلو او د مشکل تر پېښېدلو مخکي ما خبر کړئ. نیمه شپه وه، چي د توپکونو په ډزو راکښېنستم، که ګورم سر ته مي د خان اغا اکا اداري مدیر، زما یو همکار او بریدمن فورډ ولاړ دي. له هغوی مي وپوښتل، چي دا ډزي د څه شي دي؟ زما همکار وویل، چي د ډیلټا فورس سور بلکوک د ولسوالۍ پر نوې ودانۍ حمله وکړه، او هلته پر میشتو سرتیرو ډزي کوي. بریدمن فورډ راته وویل، چي د خان اغا نفر د څه شي پیغام راوړی دئ؟ هغه وویل، چي تاسو چي پر کومو کسانو ډزي کوئ، دا زموږ کسان دي. لطفا ډزي ودروئ. ما همدا خبره فورډ ته وکړه هغه راغبرګه کړه، چي دی درواغ وایې او دوی زموږ پر نفرو ډزي پیل کړې. زه سیده ورغلم د خان اغا اکا دفتر ته. هغه راته وویل، کاشکي مي ستا په قول کړي وای. خو اوس د خدای لپاره دې سرو ته ووایه چي ډزي ودروئ. په همدې وخت کي د خان اغا اکا نفرو په ټلیفون او مخابره کي هغه ته د مړو او زخمیانو په اړه معلومات ورکول او ورته ویل یې چي امریکایانو ته ووایه چي ډزي نه کوي. خان اغا ته د عبدالحکیم جان ټلیفون راغئ. هغه د خیرت پوښتنه کوله. خان اغا ورته وویل، تا خو ځان و ایست خو پر موږ یې سور اور بل کړی دئ. هغه ورته وویل، چي زما پر کور هم طیارې ګرځي. خالد او امریکایانو په میوند کي د ارامۍ او د عبدالحکیم جان د وېرولو په خاطر په ارغنداو کي د هغه کور ته جیټ طیارې لېږلي وې.

 یو ګړی وروسته چي کله دا یو طرفه جګړه ارامه سوه، د مړو او ټپیانو په راټولولو پسې د نوي تعمیر ودانۍ ته ورغلو. هلته ۵ نفره پولیس شهیدان او ۱۱ ټپیان ول. په شهیدانو کي مي د خړ اڅکزي جسد هم ولید. خړ د روسي تالاک په وخت کي نیمګړی خو د امریکایایې ناتار په وخت کي نیمه خوا سو. زما د یو عسکر څخه مي وپوښتل چي جګړه څنګه ونښتله او چا پیل کړه؟ ده وویل موږ ته سره بلوک وویل، چي په ګزمه وځو. موږ چي کله د نوي ودانۍ شرقي دېوال ته ورسېدو څو امریکایانو تر دېواله ودانۍ ته د سر ور پورته کولو کوښښ کاوه. ما ور څخه وپوښتل چي دا څه کوئ؟ ویل، یې موږ ته خبر رسیدلی دئ، چي دوی پر موږ حمله کوي. په همدې وخت کي د ودانۍ د غرب د خوا د ټاور پیره داره پر یو چا د درېدو ږغ پر وکړ. هغوی یې ږغ ته پاملرنه ونه کړه، هغه ختایې ډز پر وکړ او له همدې کبله امریکایانو پر دوی د شرق له خوا اور بل کړ.

خالد میوند ته د پنجشیر یو کس چي یو وخت دده ساتونکی و، د عبدالحکیم جان پر ځای د امنیه قوماندان په صفت راوستی و. د نوي امنیه قوماندان ټکی پښتو نه وه زده او امنیه قوماندان د خپلي شهکارۍ او حیثیت ساتلو لپاره د میوند بازار ته بېله دې چي د امریکایانو او د خان اغا د کسانو سره خپله ګزمه هماهنګه کړي په ګزمه وتلی و. د راتګ په وخت کي چي کله د نوي ودانۍ د غرب ټاور ساتونکي د درېدو او د شپې نوم د ښودلو امر پر کړی و، خو دوی یې امر نه و منلی نو له همدې کبله هغه هوایې ډز پر کړی و. د جګړې تر سړېدو سره سم نوی امنیه قوماندان په ځغستا د امنیه قوماندانۍ  ودانۍ ته راغئ. ډېر شکرونه یې کښل چي ددې جګړې په منځ کي سالم پاته سو. ما تر کرارۍ وروسته یو ځل بیا د خوب ګولۍ وخوړې او بیده سوم. سهار ناوخت مي ملګرو په ډېر تکلیف له خوبه راکښېنولم. شاوخوا مي وکتل یوازي د نوي امنیه قوماندان څو پنجشیري او د نوي ولسوال څو کسان پاته ول او خان اغا اکا سهار وختي له ولسوالۍ تللی و.

نوی قوماندان داسي خر رشوت خوره و، چي یوه ورځ مي پر زر افغانۍ رشوت اخیستلو ولیدئ او د سیمي د خلکو د ژبي د نه پوهيدلو په خاطر یې کارونه یوازي تر خپلي شعبې پوري محدود کړي ول. کله چي خالد کندهار ته راتلئ، استاد سیاف ورته ویلي وه، چي په کندهار کي دده دپخواني قوماندان حاجي امیر لالی ناز پر مځکه مه اچوه. خالد امیر لالي ته د خدمت ټټر ټکولی و او هغه ورته ویلی ول، چي حاجي اداري ته کومه وظیفه ورکړه. اداري چي د امیر لالي او ګل اغا شیرزي د ورقو (قطعه) بازۍ ملګر و خدای یې یو دم بخت راسته کړ او د میوند ولسوال سو. اداري د دو خرو دانه نه سو سره ویشلای خو  اوس  د هلمند هم  سرحدي او یوې مهمي ولسوالۍ، چي د جنوب د تاریاکو تر ټولو لویه لار پر سپره ده د سمبالښت چاري ور تر غاړي سوې.

تر دې پیښي یوه میاشت وروسته میوند ته د ډيلټا فورس سره د کشفي عملیاتو لپاره تللی وم. ولسوالۍ ته د ولسوال او امنیه قوماندان د لیدو لپاره ورغلو. هلته تر ملاقات وروسته چي کله موټر ته ختم د ملي امنیت یو پخواني او مسلکي افسر ودرولم. ویل یې همدا اوس مي خبر تر لاسه کړ، چي د ساکزي پر برمې (باوړۍ) د طالبانو دوه موټرونه ولاړ دي او د اوبو بوشکې ډکوي. د ساکزي برمه د میوند ولسوالۍ مرکز څخه غرب طرف ته د ملا اختر محمد منصور کلي ته نږدې او تقریبا د ولسوالۍ له مرکز څخه ۵ کیلو متره لیري موقعیت درلود. ما دا خبره د ډیلټا فورس قوماندان ته وکړه، هغه ویل، چي دا افسر درواغ وایې. ما له افسره وپوښتل، چي همدا اوس هغه طالبان چیري دي؟ هغه ویل، همدا اوس چي زه د خپل اطاقه راوتلم ما ته خپل ارتباطي کس وویل، چي همدا اوس طالبان پر برمه ولاړ دئ، یعني دوې دقیقې د مخه. د ډيلټا فورس قوماندان وویل، چي زه دده په خبرو باور نه سم کولای. هغه افسر ته مي وویل، چي زه یې معلومات کوم. یوه هفته وروسته د میوند د هرات کندهار لویې لاري شمالي سیمو کي د هر کلي څخه د طالبانو د حضور خبرونه راتلل. موږ هلته د تصفیوي علمیاتو لپاره ور ووتلو. د میوند امنیه قوماندان هم راسره ملګر و، د میوند د شهیدانو تر هدیرې ولاړو، خو د بیرته راتګ پر وخت د امنیه قوماندان پر موټر بمب پټاو سو او د هغه د ډرایور چي د کابل د زمان خان کلا اوسیدونکی او زما همصنفي و پښه یې ور پرې کړه او امنیه قوماندان هم سرسري زخمي سو. دا په میوند کي زما پدې ماموریت کي د طالبانو په لاس لومړنۍ امنیتي پېښه وه.

موږ شپه په میوند کي تېره کړه او په سبا بیرته اتل قول اردو ته راغلو. تر دې پيښي یوه میاشت وروسته د میوند ۹۰٪ کلي طالبانو نیولي ول. خبره تر دې ځایه ورسیده، چي په سپینه ورځ به طالبان راتلل او د میوند په بازار کي به یې موټریز کاروانونه تېرول. د ولسوال او امنیه قوماندان د بې کفایتۍ له کبله زه او د ډيلټا فورس قوماندان سخت په غوسه کړي و. همدا هغه وخت و، چي امریکایان نور له کندهاره وتل او واک یې کاناډایانو ته سپارئ. د کاناډایې ځواکونو نوی قوماندان جګړن ګریم شا، زه، تورن ټرنر او جګړن مککین د امنیه قوماندان او ولسوال لېدو ته ورغلو. خبري عموما تورن ټرنر کولې. هغه یو ډېر روک افسر و. هغه له ولسوال څخه وپوښتل، چي ولي په میوند کي امنیت خراب دئ؟ ولسوال وویل، چي دی امکانات نه لري، تاسو (خارجیان) باید موږ ته امکانات برابر کړئ، چي موږ د طالبانو مقابله وکړو. په غونډه کي خبري یوازي ولسوال کولې او زموږ ټولو مخاطب هم ولسوال و. امنیه قوماندان به همېشه ځان غلی نیولی و. تورن ټرنر وپوښتل ستاسو مخکي هم دلته امنیه قوماندان او ولسوال و هغوی په هغو امکاناتو چي د  حکومت له خوا ورکول کېدل دا ولسوالي د طالبانو پاکه ساتلي ول خو اوس تاسو خپل دفتر نه سئ ساتلی. ولسوال سر کښته زړولی و. ټرنر ورته وویل، که یې نه سي کولای ولسوالي پرېږده. ولسوال وویل که حالات همداسي ول پرېږدم یې. ټرنر ورته وویل، چي ولسوالي پرېږدې بیا څه کار کوې؟ ولسوال وویل، چي کارونه ډېر دي یو به وکړم. ټرنر ورته وویل، چي زه به یو کار دروښویم هغه وکړه. ولسوال ورته وویل، بلې مهرباني وکړه. ټرنر ورته وویل، چي چرګان خرڅوه. ټرنر لکه چي دا زده کړي وه، چي افغانان چرګ فروشانو ته په ټیټه سترګه ګوري. البته د ټرنر د خبري څخه ۱۰ کاله وروسته اوس هغو خلکو ته د ټامیانو اصطلاح هم کاریږي. د ټرنر ترجمان فیصل چي دا خبره واورېده، مخ یې تک سور سو او خولې پر راماتي سوې، چي دا اوس څنګه ورته ترجمه کړي. ټرنر پوه سو، چي فیصل د پاڼ او پړانګ تر منځ دئ. په غونډه کي ټولو هغو کسانو چي په انګلیسي پوهېدل یو وبل ته سره وکتل. جګړن مککین وخندل او جګړن ګریم شا سر کښته واچاوه او ما مخ بلي خواته واړاوه او په ټلیفون مي ځان اخته کړ. ټرنر فیصل ته وویل، څه چي مي درته وویل، ټکي په ټکي یې ورته ترجمه کړه. فیصل بیچاره تر پخوا په کښته اواز د ټرنر خبره تر ولسواله ورسوله. ولسوال مځکي ته کتل او یو څو ورځي وروسته د هغه پر ځای حاجي سیف الله نورزی د میوند ولسوال سو.

حاجي سیف الله نورزي په خپل قوي مدیریت او قومي نفوذ سره د میوند ډیري سیمي بېله جګړې له طالبانو پاکي کړې خو د امریکایانو څخه کاناډایانو د قدرت انتقال کي چي کومه خلا رامنځ ته سول او د خالد په لاس په کندهار کي د نورزو او اڅکزو تر منځ د بدي اچولو سره پنجوایې، ژړۍ او ارغنداو د اور خوراک سول.

څه وخت وروسته مي عبدالحکیم جان ولیدئ او د هغي تراژیدیکي شپې په اړه مي ځني وپوښتل. ویل یې، کله چي مي له میونده حرکت وکړ پر لاري مي څو ځله لار بدله کړه او زه پوهېدم، چي اصل دسیسه زما لپاره جوړه ده خو خدای خان اغا پکي راګیر کړ. ما ورېدلي وه، چي د عبدالحیکم جان او خالد تر منځ لفظي شخړه سوې وه. عبدالحکیم جان خالد ته ویلي وه، چي کونه کونه به نه کیږې، اوس دي لا هم لس کاله د هلکیني پاته دي. زما په ګمان د عبدالحیکم جان یاغي غرور او همدا خبره هغه ته د سر په سودا تمامه سوه. خورا ډېر وخت وروسته په عینو مينه کي د محمود کرزي مېلمه وه، چي کله په دفتر ور ننوتم خان اغا اکا ناست و، زما په لیدو سمدستي راولاړ سو. په غېږ کي یې ونیولم، ویل یې بیخي ډېر مي در پسي وکتل خو پیدا مي نه کړې. د غرمې تر ډوډۍ وروسته یې محمود کرزي او هاشم خان کرزي ته وویل، چي سبا دی زما مېلمه دئ او زه پسه ور حلالوم. شهید هاشم خان کرزي قسم واخیست ویل، یې سبا غرمه زما مېلمانه یاست پسه زه در حلالوم. په دا سبا مو د هاشم خان کره خورا ډېر بانډار سره وکړ. په اخیر ځل یې کور ته د شهادت وروسته د فاتحې لپاره ورغلم. خان اغا وروسته د اتل قول اردو د ګارنیزون مرستیال سو او دو ځانمرګو په خپل کور کي په شهادت ورساوه او هاشم خان هم د کندهار ولایت مقام کي د اماراتي ډيپلوماتانو سره په شهادت ورسول سو.

عبدالحکیم جان د کندهار د پاغ پل د مېلې په چاودنه کي، چي تر سلو زیات کسان یې شهیدان کړل، شهید سو. د هغه تر شهادت وروسته زما یو افسر یو ورځ د باغ پل د پيښي په اړه یوه دوسیه راته راوړله. په هغه کي د نورو اسنادو تر څنګ یوه ویډیو هم وه. ویډیو د هغو کسانو له خوا فلمبرداري سوې وه، چي همدا حمله یې پلان کړې او عملي کړې وه. له ځان سره مي وویل، چي د عبدالحکیم جان په مرګ کي لکه چي د خورا لویو خلکو او قدرتونو لاس دئ. همدا کندهار ته د اسدالله خالد د خدمت یوه نمونه ده.

د ۲۰۰۶-۰۱-۱۵ م کي د کندهار ښار د دوراهي په سیمه کي د کاناډایې ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وسو. په هغه کي د کاناډا مشهور ډیپلوماټ ګلین بیري ووژل سو. موږ او د ملا عمر په کور کي کاناډايې ځانګړو ځواکونو سمدستي معلومه کړه، چي ددې برید تر شا د طالبانو د مشهور قوماندان ملا پیر محمد لاس دئ. هغه مو سمدستي ونیاوه او اسدالله خالد ته مو تسلیم کړ. هغه ته مو وویل، چي تاسو خپل تحقیقات ور څخه وکړئ، او سبا به موږ او تاسو په ګډه تحقیقات ور څخه وکړو خو کله چي موږ سبا زندان ته ورغلو خالد پیر محمد خوشي کړی و. کاناډایان سخت په غوسه سول او دایې د خپل هیواد سره د خالد سخته لویه جفا بلل. موږ پیر محمد بیا په ۲۰۰۶-۱۲-۱۳ م کال کي ونیاوه، خو خالد هغه تر ۲ میاشتو بند وروسته بیرته خوشي کړ. کله چي ما له خالد څخه د هغه د ایله کېدو علت وپوښټ ویل یې د هغه په ایله کېدو کي پر ما د ملا نقیب اخند سخت فشار و خو البته دده دا خبره ماته ځکه د منلو نه ده، چي ده په هیڅ صورت نه غوښتل چي د کاناډا غوندي یو ستر هیواد دي د ملا نقیب اخند پر سر خوابدی کړي.

موږ له کاناډایې ځواکونو سره په ګډه د طالبانو د ژړۍ ولسوالۍ قوماندان ګوډ ملا ابراهیم ونیاوه. ما او د کاناډایې ځواکونو د لومړۍ روټو د بي ټولۍ قوماندان ډګرمن ګریم شا تر تحقیقاتو وروسته هغه خالد ته وسپاره. خالد مهم طالب قوماندان د کندهار ولایت مقام کي دننه د ملا عمر په دفتر کي ساتل. ملا ابراهیم د نیولو په وخت کي لږ زخمي و. یوه اونۍ وروسته ماته ګریم شا وویل، چي بیا به دي د ملا ابراهیم حال نه وي اخیستئ؟ ما ورته وویل نه، ځکه چي تر نیولو وروسته زموږ وظیفه ختمیږي نور یې مسولیت د پولیسو دئ. هغه ویل چي دی د ملا ابراهیم په اړه تشویش لري. ما ورته وویل ولي دومره تشویش کوې؟ ده ویل افغان پولیس بندیان شکنجه کوي او له بله پلوه ملا ابراهیم ټپي هم و، داسي نه وي، چي پولیسو یې سمه درملنه نه وي کړي او که هغه ته کوم تاوان ورسیږي زموږ حکومت ما مجازات کوي. موږ، چي کله د ملا ابراهیم لیدو ته ورغلو هغه زموږ تر ورتګ لږ مخکي خالد په شکنجو کي وژلی و. ګریم شا سخت وارختا سو او خالد ته سخت په غوسه و. سمدستي یې خپل قوماندان خبر کړ. په تحقیقاتو کي معلومه سوه، چي هغه د خالد تر شکنجو لاندي وژل سوی دئ.

په سیاسي چارو کي د کاناډایې ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ګرنټ مشاور یو افغان الاصله کاناډایې و. له هغه سره مي په اونیزه امنیتي غونډه کي چي د کاناډایې ځواکونو په عمومي قوماندانۍ کي به تر سره کېده شناخت پیدا سو. زما سره یې خورا زیات محبت کاوه. یو وخت جرمني ته په یو امنیتي سیمنار کي د ګډون لپاره تللی وم. دغه سیمینار ته دغه مشاور هم راغلی و. یوه ورځ مو د کندهار او وطن پر سیاسي وضعیت بحث کاوه. مخ یې تک ژړ سو ویل یې یوه عجبه صحنه مي لیدلې ده، هیڅ مي له ذهن څخه نه وځي او همېشه مي روحي سکون را خرابوي. ماورته وویل څنګه صحنه؟ ویل یې یوه ورځ خالد زنګ راووهئ، چي زه له کابل څخه کندهار ته د هالنډي ځواکونو په طیاره کي درځم خو که مهرباني وکړې، چي زما موټر ته د ایتلافي ځواکونو تر ترمینله د ورتګ اجازه واخلي. ما د هغه موټر تر ترمینل پوري بدرګه کړ او هلته د خالد په انتظار ولاړ و. طیاره وځنډې ده او زه هم ستړی سوم غوښتله مي چي د طیاري تر راتګه د خالد په موټر کي استراحت وکړم. زه د شا سیټ ته د اسراحت لپاره واوښتم خو خوب رانه غئ شا وخوا مي د ځان د مصروفولو په خاطر په کوم شي پسي کتل چي د عکسونو پر ۲ البمونو مي سترګي ولګېدې. البمونه، چي مي راواخیستل ټوله د هغو کسانو عکسونه وه، چي د ډېر تشدد په حالت کي مړه سوي وه، او یا په شکنجه کي د ډېر عذاب پر حال ترې اخیستل سوي وه او یا داسي عکسونه ول، چي بدن به یې ټوټه ټوټه و. د هغه له ډرایور څخه مي وپوښتل، چي دا څه شي دي او دا عکسونه ولي په موټر کي پراته دي؟ ډرایور یې راته وویل، چي پر والي صاحب یو خورا بد حالت راځي او کله چي دغه عکسونه وګوري بیرته یو سه ارام سي او ددغه عکسونو د کتلو بغیر خوب نه ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب