جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې دویم پړاو مذاکرات؛ د خبرو په اجنډا کې عادي ژوند...

د سولې دویم پړاو مذاکرات؛ د خبرو په اجنډا کې عادي ژوند ته د طالبانو ګرځېدل هم شامل دي

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۰) د حکومت د مرکچي ټیم مشر معصوم ستانکزی وايي، افغانان له جګړو ستړي شوي او په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدل غواړي.

ښاغلي ستانکزي نن چهارشنبه د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال وویل، افغانان له دوی څخه په مذاکراتو کې د چټکې پایلې غوښتنه کوي خو په خبره یې ټول باید حوصله ولري.

د نوموړي په وینا، اوربند مهم دی او د سولې دویم پړاو مذاکراتو اجنډا کې اوربند، د قربانیانو حقونه او عادي ژوند ته د طالب وسله والو ګرځېدل شامل دي.

هغه وویل، دوی به په پیاوړې ارادې سره خبرو اترو ته داخل شي، خو زیاتوي چې په افغانستان کې روانه اوږدمهاله جګړه په ډېره لنډه موده کې د حل وړ نه ده نو ټول باید حوصله ولري ځکه پرېکړه یوازې د دوی په لاس کې نه ده.

معصوم ستانکزی مني چې له حکومت څخه خلک ناراضه دي خو دا نارضایتي یې د امنیت د نه تامین له امله ده.

ستانکزي دغه راز څرګنده کړه چې د بدخشان یو شمیر سیمو کې بهرني وسله وال شته او اړتیا ده چې په دې اړه خبرې وشي او ډاډه تر لاسه شي چې د سولې تر خبرو وروسته په افغانستان کې نورې وسله والې ډلې نه رامنځته کیږي.

د افغان حکومت د مرکچي ټیم مشر په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې ټاکل شوې د جدي په ۱۶مه په دوحه کې د مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.

بلخوا بیا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې اندېښنه ښودلې چې هېڅ داسې ضمانت نشته چې ګواکي د افغان سولې پروسه دې بریا ته ورسېږي.

که څه هم تر دې وړاندې ناټو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کړی، خو اوس وایي چې دا بهیر کاواکه دی او دمګړۍ هېڅ داسې ضمانت نشته چې له مخې دې د افغان سولې د بریا ډاډ ترلاسه شي.

ناټو داسې مهال دغه بهیر کاواکه بولي چې د سولې بهیر نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړې ډېرې شوې او ملکي تلفات لوړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب