شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بلخ د ملکي روغتون یومتخصص ډاکټر په مرموز ډول وژل شوی

د بلخ د ملکي روغتون یومتخصص ډاکټر په مرموز ډول وژل شوی

تاند (سه شنبه، د جدي ۹) د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ملکي روغتون یو متخصص ډاکټرتېره شپه په مرموز ډول وژل شوی دی.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایي وژل شوی ډاکتر فرهاد رویین نومېږي او نوموړی زېندۍ شوی دی.

عادل وايي تراوسه معلومه نه ده چې نوموړي خپله ځان زېندۍ کړی او که د بل چا له لوري زېندۍ شوی دی.

د نوموړي په خبره د پولیسو تحقیقاتي پلاوی سیمې ته تللی تر څو د پېښې څرنګوالی معلوم کړي.

د یادونې ده د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي چې تېره شپه ماخستن مهال وسله والو کسانو هرات ښار کې یوه مشهور ډاکټر نظيف الله پوینده اختطاف کړی دی.

ولي زیاده زیاتوي چې دا پېښه د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند کارته امین سیمه کې رامنځته شوې او په تړاو یې د پولیسو څېړنې هم پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د ډاکترانو سربېره په دې وروستیو کې د خبریالانو او مدني فعالانو وژنې هم ډېرې شوې او خلک په دې برخه کې حکومت په بې غورۍ تورنوي.

ولسمشر غني هم تېره ورځ په هېواد پر وروستیو پېښو اندېښنه ښودلې وه او امنیتي ادارو ته یې سپارښتنه

کړې وه چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب