شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي

سږ کال ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) د بې پولې خبریالانو کمېټه وایي، سږ کال په ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان وژل شوي چې ځینې یې په جګړه او ځینې یې په مرموز ډول وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو کمېټې په تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د ډیسمبر تر پنځلسمې نېټې پورې د دوې د معلوماتو له مخې تراوسه ۵۰ خبریالان په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، په روان کال کې د وژل شویو خبریالانو ډېر شمېر په افغانستان، پاکستان، هند او مکسیکو کې دی، د راپور په خبره په دې هېوادونو کې ډېری خبریالان سږکال په جګړه او زیاتره یې بیا په مرموز ډول ووژل شول.

چې په دې کې د ديسمبر میاشت د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې پنځه خبریالانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، او ټول په مرموز ډول ووژل شول.

د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د ژورنالیزم په ډګر کې کار کړی وو یوه میاشت وړاندې په هلمند ولایت کې په ماین چاودنه کې ووژل شو.

دغه راز ورپسې یما سیاوش د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د خپرونو چلوونکی چې تازه یې په افغانستان بانک کې هم دنده پیل کړې وه په یوه چسپکي ماین چاودنه کې ووژل شو.

په هغه پسې وروسته په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون خبریاله او د خپرونو چلوونکي ملاله میوند هم د ننګرهار ښار په منځ کې هغه وخت چې دفتر ته پر لاره وه د نامعلومو وسله‌والو له لورې په ډزو ووژل شوه.

دغه راز د اریانا تلویزیون خبریال فردین امیني چې تراوسه یې لا هم په دقیق ډول د مړینې علت نه دی معلوم، حکومت وایي، چې ځان وژنه یې کړې خو د کورنۍ غړي یې بیا وایي چې هغه چا وژلی او په وینا یې وړاندې تردې هم تهدید شوی وو.

په یادو وژنو پسې څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې د الجزیرې تلویزیون او اشویټیډ پرس خبریال په دغه ولایت کې د خبریالانو د اتحادیې مشر رحمت الله نېکزاد چې له کوره مسجد ته پر لاره وو نامعلومو وسله‌والو په ډزو وواژه.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډېرې دي او دغه بې ګناه کسان تل د خپل ژوند په اړه اندېښنه لري او هر سهار له وېرې سره پیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب