شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان ترکورونا د خطرناکو وباګانو د راتلو خبر ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان ترکورونا د خطرناکو وباګانو د راتلو خبر ورکوي

تاند ( سه شنبه، د جدي ۸) د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نړیوال دې تر کورونا د ګواښوونکو وباګانو پر وړاندې تیاری ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې له کورونا سره د مبارزې ټولې تجربې باید خوندي کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم زیاته کړې چې په نړۍ کې تر کورونا خطرناکې او وژونکې وباګانې راتلونکې دي چې له همدې امله نړیوال باید په خپلو کې سره متحد شي او علمي څېړنې پراخې او شریکې کړي.

ادهانوم وایي نړیوال دې د کورونا وبا په اړه مطالعات له یو بل سره شریک کړي.

د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وبا د نوې بڼې په اړه هم پلټنې پیل کړي او له برېتانیا سره په ګډه په دې اړه تحقیقات روان دي.

دغه سازمان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په بریتانیا کې د کورونا نوې بڼه موندل شوې او خلک یې په وېره کې اچولې دي.

ګڼو هېوادونو هم تازه د کورونا د دوهمې څپې او نوې بڼې د مخنيوي لپاره بندیزونه وضع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب