شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وفات شو

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وفات شو

تاند (سه شنبه د جدي ۹) په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

ویل کېږي ښاغلی دلیلي له څه مودې را په دې خوا د زړه په ناروغۍ اخته شوی و او نن سهار یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

عبدالحکیم دلیلي له ۱۳۹۷ل کال راهیسې په قطر هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده تر سره کوله.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د نوموړي پر مړینه خواشيني ښودلې او دا یې د افغانستان او افغان سولې پروسې لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.

ددې شورا ویاند فریدون خوځون نن سه شنبه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نوموړی د ورپښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې په قطر کې خپل سفارت پرانیستی او نژدې ۱۸ کاله کېږي، چې په یاد هېواد کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.

دغه راز قطر هم په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې سفارت پرانیستی او د دواړو هېوادونو ډیپلوماټيکې اړیکې د سولې خبرو له کوربتوب سره لا پیاوړې شوي دي.

قطر تل افغان مشرانو ته د افغان سولې پروسې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب