شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+هند اسټراليا ته په دوهمه ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

هند اسټراليا ته په دوهمه ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

تاند ( سه شنبه، د جدي ۸) د هند او استراليا ترمنځ د څلورو ټېسټ سياليو دوهمه  لوبه هند په  ۸ ويکټو وګټله او لوبلړۍ يې يو ـ یو مساوي کړه.

د دواړ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د ډسمبر په ۲۶ نېټه پیل شوې وه چې، نن  د ډسمبر په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېده.

استراليا د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۵ منډې وکړې چې په تعقيب يې هند د لوبلمشر رېحاني د سليزې پر مټ ۳۲۶ منډې وکړې.

 استراليا لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې هم په ۲۰۰ منډو وسوځېده او هند ته يې د ۷۰ منډو هدف وټاکه.

هند ياد هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبلړۍ يې مساوي کړه.

په دغه لوبه کې د هند لپاره په توپ وهنه کې ريحاني ښه وځلېد.

ریحاني په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۱۲ او په دوهمه کې  ۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې هند ته بومرا شپږ اشوېن او سراج پنځه ـ پنځه لوبغاړي وسوځول.

استراليا لپاره د توپ وهنې په دواړو پاڼيو کې کوم لوبغاړي سليزه او يا هم پنځوسيزه ترسره نکړه؛ خو سټارک په توپ اچونه کې څلور لوبغاړي وسوځول.

له دې وړاندې هند په لومړۍ لوبه کې په ستر توپیر ماتې خوړلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب