شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهوسله والو په هرات او پروان کې درې ډاکتران تښتولي

وسله والو په هرات او پروان کې درې ډاکتران تښتولي

تاند (سه شنبه د جدي ۹) د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو په دې ولایت کې دوه ډاکتران تښتولي دي.

د راپورونو له مخې دا ډاکتران د تېرې یکشنبې په شپه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې له ایمرجنسي کلېنیک څخه تښتول شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي ویلي، دا ډاکتران د درې وسله والو کسانو له لوري هغه مهال تښتول شوي چې ایمرجنسي روغتون ته د معاینې په پلمه داخل شوي و.

د نوموړي په وینا، د تښتول شویو ډاکترانو د خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت په شپږمه ناحیه کې هم یو ډاکتر د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی دی.

د ځايي چارواکو په وینا، د دغه ولایت یو مشهور ډاکتر نظیف پوینده تېره شپه نهه بجې د هرات ښار په صوفي اباد سیمه کې د خپلې دروازې مخې ته اختطاف شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته ویلي چې د ډاکتر نظیف د اختطاف په اړه یې د نوموړي له کورنۍ خبر ترلاسه کړی.

د ولي زاده په وینا، د یاد ډاکتر د خوشي کېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب