شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر د ولايتي ویاندویانو د لغوه کېدو پرېکړه بېرته واخيسته

ولسمشر د ولايتي ویاندویانو د لغوه کېدو پرېکړه بېرته واخيسته

تاند( سه شنبه، د جدي ۹) ولسمشرغني وایي د ولایتي ادارو وياندويان دې بېرته پرخپلو دندو پاتې شي.

ولسمشرچې دوشنبه یې د کابینې په فوق العاده غونډه کې خبرې کولې وویلې چې د والیانو د ویاندویانواو مطبوعاتي بستونه دې نه لغوه کېږي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي چې ولسمشر په دې اړه یادې ناستې ته پوره معلومات هم ورکړي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې دنده سپارلې چې والیانو ته په دې اړه هدایت وکړي.

هغه والیانو ته ویلي چې دوی په ستراتېژیکو او امنیتي مسایلو کې له امنیتي ارګانونو سره په تفاهم کې د اګاهۍ ورکولو مسوولیت لري.

غني ويلي په نورو ټولو مواردو کې د اطلاع ورکولو مسوولیت ویندویانو پورې اړه لري.

ولسمشرغني تېره اونۍ د ولایتي ویاندویانو د دندو د لغوه کېدو فرمان صادر کړی وو چې دې فرمان دخبریالانو اود خبریالانو د بنسټونوسخت غبرګونونه را پارولي وو.

افغان خبریالانو د ولسمشر دا پرېکړه دبیان پر آزادۍ بريد باله او ویلې چې دې پرېکړې سره حکومت په دې سره رسنیو او کارکوونکو ته یې لا ستونزې جوړوي.

تازه خبریالان د ولسمشر له وروستۍ پرېکړې هم مننه کوي او وایي چې د بیان آزاداۍ په احترام یې د رسنوالو غږ ته احترام وکړ او خپله پرېکړه یې واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب