شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبايډن وایي ټرمپ د امریکا مهمو ادارو ته سخت زیان رسولی

بايډن وایي ټرمپ د امریکا مهمو ادارو ته سخت زیان رسولی

تاند (سه شنبه، د جدي ۹) د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د یوې خبرې غونډې پرمهال ویلي چې ټرمپ د امریکا مهمو ادارو ته سخت زیان رسولی دی.

هغه ویلي چې د ټرمپ د بې کفایتيوله امله تر ټولو زیات د امريکا امنیتي او استخباراتي ادارو زیان لیدلی.

نوموړی وایي د دوی معلومات ښيي چې ټرمپ د بې پرواییو له امله د امریکا لپاره حیاتي ادارې زیانمنې کړې دي او دا د امریکا لپاره خورا بوږنوونکی خبر دی.

بایډن ویلي امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونه سرتېري لري، دښمنان لري، ستونزې او کشمکشونه لري خو امنیتي ادارې دومره کمزورې شوې چې که ژر تر ژره یې چارې منظمې نه شي نو د هر ډول ناکامۍ احتمال شته دی.

ټرمپ بیا د بایډن پر دې څرګندونو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا ټرمپ او جو بایډن ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغه زیاتې شوې کله چې بایډن د امريکا دتېرو ټاکنو بریالی اعلان شو.

ټرمپ د بایډن پر بریا سخت غبرګون وښود او وې ویلي چې دا پايلې ورته دمنلو نه دي.

اوس هم نوموړی په ښکاره ډول د بایډن بریا نه مني او وایي په تېرو ټاکنو کې جوبایډن د درغلیو په وسیله بریالی شوی دی.

د یادونې ده چې ټرمپ د دې ناندريو سربېره تېره ورځ د امریکا له ولسونو سره د مرستې مصوبه هم لاسلیک کړه کوم چې همده خپله ورسره پخوا مخالفت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب