شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپخوانی امریکایي ديپلومات: جنګي طالبانو تر مذاکراتو جګړې شدیدې کړې دي

پخوانی امریکایي ديپلومات: جنګي طالبانو تر مذاکراتو جګړې شدیدې کړې دي

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) طالبان هڅه کوي د تاوتریخوالي د ډېروالي له لارې فشارونه ډېر کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریک اولسون ویلي طالبان له مذاکراتو سره دومره بلدتیا نه لري، خو له جګړې سره یې بلدتیا کلونو مخینه لري.

د هغه په خبره له همدې امله دوی هڅه کوي د جګړو او تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې فشار زیات کړي او ځان خپلو موخو ته ورسوي.

اولسون وايي طالبان یوه جنګي ډله ده او همدا چې له جګړې لاس اخلي په دې مانا ده چې یو ماشین له کاره لوېږي.

هغه هیله څرګنده کړې چې روانې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په پای ته رسېدو کې ګټورې تمامې شي.

اولسون دا خبرې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې جګړې شدت اخیستی او د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دی.

تیره یکشنبه امرالله صالح هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وه: «طالب په نوي افغانستان کې د ټولو ترمنځ  پر سوله اییز او ګډ ژوند عقیده نه لري. د دوحې موافقې طالب ته پر ځان کاذب اعتماد ورکړی دی.»

هغه وايي، د دوحې هوکړه ددې لامل شوې چې طالبان پر خپل نفس کاذب باور ولري، خو زیاتوي چې د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت ریاست او نور دولتي ارګانونه هغه بنسټونه دي چې طالبانو ته د خپلو غلطو محاسبو ښودنه کولی شي.

د یادونې وړ ده، چې تیره شنبه په سپېدار ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې عالي شورا دویمه ناسته وشوه او تر ډېره په دې ټینګار وشو چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو باید په خپل ټاکل وخت بېرته پیل شي او د ځای په ټاکنه کې ستونزه راولاړه نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب