شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نګاه سادات افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال ښکلې موډله ونومول شوه

نګاه سادات افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال ښکلې موډله ونومول شوه

تاند (یک شنبه، دجدي ۷) په کابل کې تېره شپه د ۲۰۲۰ کال د افغانستان د ښکلا سیالي ترسره شوه.

دا سیالي د مډلستان ادارې له لوري جوړه شوې وه چې، په کې نګاه سادات بریالۍ شوه.

مسوولان وایي په دې سیالیو کې ۶۵ نجونو او هلکانو برخه اخیستې وه.

دوی وایي: « په لومړي پړاو کې ۲۰ تنه وټاکل شول، په دوهم پړاو کې ۱۰ تنه وټاکل شول او پایلوبې ته دوه تنه وټاکل شول.»

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د دې سیالیو انځورونه خپاره کړي او ډېری خلکو پرې نیوکې هم کړې دي.

یو شمېر کسانو بیا په قهرجن انداز لیکلي چې باید د دې سیالیو په لاره اچوونکو ته سزا ورکړل شي.

قسیم توخي په خپل فېسبوک پاڼه دهمدې سیالیو له یوې وېډیو سره لیکلي چې: «که چیري د پرمختګ معیار په بې حیایئ کې وي موږ داسې پر مختګ نه غواړو ځکه الله امر کړی دی چې د فحشاء څخه لیري اوسئ په داسې حساسو شرایطو کې داسې پروګرامونه جوړول ډیراحمقانه کار دی. نوټ: هغه چا چې دا پروګرام ډیزاین کړی دی باید سخت مجازات شي.»

که څه هم د نړۍ په ګڼوهېوادونوکې هرکال د ښکلا سیالۍ ترسره کېږي، خو په افغانستان کې د دا ډول سیالیو ترسره کول حتمي ده چې مخالفتونه له ځانه سره لري.

2 COMMENTS

  1. خبره پدې کی نه ده چی آیا دا ډول کړنی او نمائشونه فحشاء ګڼل کیږی که نه
    بلکه
    خبره دا ده چی
    دا ډول کړنی زموږ د روان تاریخ پر سټیج د عجائبو او غرائبو ( او د خندا او ژړا د اوښکو ) د کلیکسیون د بډای توب او غنا لامل ګرځی
    کله چی زموږ د ټولنی ۸۰% وگړی وږی او سرګردان وی
    کله چی زموږ د ټولنی د وګړو ۸۰% وګړی د برق او قلم او کتاب سره بیګانه وی
    نو
    ددې ډول تحمیلی او دستوری نمائشونو اجراء په حقیقت کی د ابلیس او نړیوال صهیونیزم یوه مغتحضانه لوبه ده چی هدف ئې زموږ د ټولنی تحقیر دی

  2. تیره ورځ مې پورتنی متن تر سترګو شو ګیچ یې کړم. تعجب مې و کړ چې په عکس کې لوستي با حجابه او بې حجابه ښځي او لوستي پطلون پسنده او پرتوګ کمیس پوشه لوستي نارینه ځوانان څرنګ له غربي کرغیړن فرهنګ څخه اغیزمن شوي او څرنګ کوکې او رمباړي ورته وهي.
    د کم شعوره او بې شعوره نجونو او ځوانانو له رقصانه رفتار څخه خوند اخلي!

    زیاتره یې هیڅکله و دېته نه دي حاضر چې خپله ښخه یا خور په همداسي یوه محفل کې په بربنډو جامو او یا غربي لباس کې په رقصانه رفتار کې د حاضرینو تر مخ یا د تلویزیون پر پرده وویني.

    له بله اړخه همدغه د جګړې په وینو کې مست د لوړ رتبه مامورینو زامن او لوڼي له دې نا خبره دي چې غربي نړۍ څرنګه لاهم لګیا ده او .زموږ د عقیدې، او عنعنې، زموږ د اقدارو او افغاني اصیل فرهنګ او لباس یوه خښته په بله پسي باسي

    غربیان پوهیږي چې که له افغانانو څخه عقیده، عنعنه او فرهنګ و اخلو، نو هم یې رقصولی شو او هم یې ایلولی شو.

    څلویښت کاله د مخه روسانو هم کټ مټ همداسي تلاش و کړ…، یو بوتل ستالیچنیا ودکا په کابل کې په درې سوه افغانۍ وه، خو هماغه بوتل ودکا په مسکو کې د نهه سوه افغانیو معادل روبلو پلورل کیدله!
    اوس د ویسکي د بوتل نرخ همداسي په کابل او غرب کې متفاوت دی.

    دا څرنګه او ولي؟؟؟

    یوازي عاقل او باشعوره افغانان یې ځواب موندلی شي.

    زه نه طالب یم، نه اخوانی او نه یې هم پلوی
    همداسي نه خلقی یم، نه پرچمی او نه هم ټامی

    پر خوار وطن او خلکو مې زړه خوږیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب