شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې د پولیسو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

فاریاب کې د پولیسو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ کې د پولیسو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.

د فاریاب ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه نښته نن یک شنبه د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او د یو تن ولسي پاڅونوال ټپي شوی.

دا په داسې حال کې دی چې وروسته له هغه چې په هېواد کې د ولسي پاڅونوالو په نوم ډلې جوړې شوې ډېری وخت دغه کسان له پولیسو او ملي اردو سره په جګړه کې لوېږي  او د دواړو لور د مرګ‌ ژوبلې لامل کېږي.

تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب