Homeخبرونهد امریکا په ایلینایس کې د ډزو له امله شپږ کسانو ته...

د امریکا په ایلینایس کې د ډزو له امله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د امریکا د ایلینایس ایالت راکفورډ سیمه کې د شنبې ماښام د ډزو له امله درې کسه ووژل شول.

د ان بي سي امریکایي رسنۍ د راپور له مخې د دې هیواد په ایلیناس ایالت راکفورډ سیمې پر یو باولینګ لوبغالي ډزې وشوې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د ان بي سي د راپور له مخې، ددې پیښې له امله د سیمې پولیس یو مشکوک کس ونیوه او د څیړنې لاندې دی.

ویل کیږي ټپي شوي کسان ټول ځوانان دي او د پیښې لامل لا تراوسه معلوم شوی ندی.

ورځپانې زیاته کړه، چې پولیس وایي، دوی په مشخصه کړي چې د دې پیښې لامل څه وه او دغه راز وايې چی د پیښې قربانیان د ساختمان دننه او بهر کې پراته وو.

د سیمې پولیسو وویل، د پیښې په تړاو یو ۳۷ کلن سپین پوستی سړی چې دوې پرې مشکوکه وو نیول شوی او تر تعقیب لاندې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...