شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د واورې ورښت کروندګرهیله من کړي

ننګرهارکې د واورې ورښت کروندګرهیله من کړي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۷) د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې نن د باران د ورښت ترڅنګ واوره هم پيل شوې.

عام خلک د واورې ورښت ته ډېر خوښ دي او هغو ولسوالیو ته چې واوره په کې ورېدلې خلک یې لیدوته ورځي.

دره نور، بټي کوټ، نازیان، خوږیاڼي،اچین، کوټ، سپين غر، کامه، پچیرآګام ، هسکې مینې، بهسود، ښېوه، شینوار، لعلپوره ،سرخرود او نورې هغه ولسوالۍ دي چې اوسېدونکو یې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او ویلې یې دي چې واوره په کې ورېږي.

عام خلک وایي کلونه وروسته په یوشمېر ولسوالي کې واوره ورېدلې او هیله لري چې د واورې د ورښت ترڅنګ په ټول هيواد کې د سولې غږ هم خپور شي.

د دره نور د املې اوسېدونکی شوکت امله وال وایي ۱۹کاله وروسته د دوی پرکلي واوره ورېدلې او هیله لري چې روان کال به د امن او آبادۍ کال وي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار له ګڼو سیمو داسې انځورونه خپاره شوي چې خلک په کې لیدل کېږي چې له ډېرې خوښۍ میلو ته راوتلي.

د باران او واورې ورښت کروندګر هم هیله من کړي.

دوی وایي چې روان کال داسې برېښي چې راتلونکي فصل به د دوی آباد وي او ښه حاصل به ترلاسه کړي.

د یادولو ده چې د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ ویلي وو چې د مرغومې میاشتې له شپږمې تر اوومې نېټې پورې به د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې سخت ورښتونه وورېږي.

یادې ادارې ویلي وو چې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کابل، سمنګان، بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې د واورې او بارانونو اورېدو امکان شته دی او په یو شمېر ولایتونو کې ښایي د سختو اورښتونو له امله سیلابونه هم راووځي.

سرچینې د ورښت کچه په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ نه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ نه تر ۲۵ سانتي مترو پورې ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب