Homeخبرونهبلخ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د بلخ ځايي امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، دغه پېښه پرون مازدیګر د حیرتان مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي عادل په خبره ددې پېښې قربانیان چې یو ماشوم هم په کې شامل دی د یوې کورنۍ غړي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه د یوه کرولا ډوله او یوه باوړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې ډېر کله ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د سړکونو د خرابوالی له امله رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...