جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان د یوې پوځي الوتکې لوېدو له امله ۴ پاکستاني نظامیان...

د پاکستان د یوې پوځي الوتکې لوېدو له امله ۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي

تاند ( یک شنبه، د جدي ۷) د پاکستاني پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د دې هېواد په ګلګټ بلتستان سیمه کې د پاکستان یوه پوځي الوتکه لوېدلې ده.

سرچینه زیاتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یادې الوتکې یو ټپي عسکر یوې پوځې اډې ته لېږدوه او هغه مهال لوېدلې ده.

د سرچینې په خبره په الوتکه کې سپاره ټول پوځیان وژل شوي دي.

پوځي چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې او تر اوسه یې لامل نه دی روښانه شوی چې ولې الوتکه لوېدلې ده.

دیادولو ده چې روان کال دا د پاکستاني پوځ درېیمه الوتکه ده چې په بېلابېلو سیمو کې لوېږي او له امله یې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...