جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران کې د مړو شویو غرختونکو شمېر ۱۱ ته پورته شو

ایران کې د مړو شویو غرختونکو شمېر ۱۱ ته پورته شو

تاند ( یک شنبه، د جدي ۷) ایراني رسنۍ وایي چې په دې هېواد کې د مړو شویو غر ختونکو شمېر یوولسو ته پورته شوی دی.

سرچینې د یاد هېواد د سرې میاشتې د ژغورنې برخې مشر مهدي ولي پور له قوله لیکي چې په ټوله کې ۱۰ مړي موندل شوي او یوه کس روغتون ته تر لېږدېدا وروسته ساه ورکړې ده.

په ایران کې ژغورونکو ډلو بیا ویلي چې د هوا د خرابوالي له امله یې عملیات ځنډولي دي او همدا چې زمینه برابره شي دوی به د ۷ لادرکه کسانو پلټنه پيل کړي.

د ايران د غرختونوکو رئیس بیا ویلي چې دوی ټول مړي موندلي او بل هېڅوک پاتې نه دي.

سرچينه زیاتوي: « تقریبا ویلای شم چې بل ورک شوی نه لرو ځکه د کورنیو له لوري راکړل شوي راپورونه مو وڅېړل او خبر یو چې ټولو کورنیو ته مړي ور رسېدلي دي.»

بل لورته بیا یو شمېر سرچینو د ۷ نورو تري تم شویو غرختونکو کورنیو له قوله ویلي چې د کورنۍ غړي یې تر دې دمه لا درکه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...