شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد صرافانو سرتاسري شورا: په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو...

د صرافانو سرتاسري شورا: په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو ته رسېدګي وشي

تاند (یکشنبه د جدي ۷) ولسمشر اشرف غني له صرافانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي او ویلي یې دي چې د صرافانو دوسیو ته به رسېدنه وشي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني شنبه ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې د صرافانو سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، د بانکدارۍ پر اصلاحاتو کار دوام لري او غواړي د صرافانو انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي.

د نوموړې په خبره، پر ننګونو او د نویو جوازونو پر وېش بحث پیل شوی او د صرافانو د امنیت تامین ته پاملرنه شوې ده.

په دې ناسته کې د صرافانو سرتاسري شورا رئیس مېر افغان صافي دوی ته د متوجه ګواښونو تر څنګ وویل، په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو ته رسېدګي وشي او د داخلي انتقالاتو ستونزه دې حل شي.

د ولسمشر په وینا، افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور روان دی او په راتلونکي کې به د صرافۍ په برخه کې برېښنایي انتقالات معیاري شي.

د صرافانو د خوندیتوب په هکله په داسې مهال خبرې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې مدني فعالان، ژورنالستان، روغتیایي کارکوونکي، ملکي مامورین، قومي مشران او پوځي کسان د ناپېژاندو وسله‌ والو له لوري د هدفي وژنو ښکار شوي.

که څه هم ډېر کله حکومت د دغه ډول وژنو پړه پر طالبانو او نورو ډلو اچوي خو د طالبانو په ګډون یې هېڅ کوم چا یا ډلې تر اوسه مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب