شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد درنې واورې او ورښت له امله د سالنګ لاره وتړل شوه

د درنې واورې او ورښت له امله د سالنګ لاره وتړل شوه

تاند ( یک شنبه، د جدي ۷) د سالنګونو د ساتنې مسوولان وایي چې، د درنې واورې د ورښت له امله سالنګونه د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې  انجنیر عبدالبشیر افغان زوی زیاتوي چې دا  لاره تېر ماښام د سخت ورښت او واورې له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

افغان زوی زیاتوي چې د واورې ورښت دومره ډېر دی که دوی لاره پرانيزې ښايي مسافرین د لارې په اوږدو کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په خبره د وضعیت تر ښه کېدو پورې به لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

سالنګونه د هېواد له مهمو لارو ګڼل کېږي چې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.

دغه لاره کله ناکله د ژمي په موسم کې د زیاتو ترافيکې پېښو شاهده وي او لامل یې هم د لارې خرابوالی او د درنو واورو ورښت ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب