جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: د فرشته کوهستانۍ د قتل په تور ۲ تنه...

کورنیو چارو وزارت: د فرشته کوهستانۍ د قتل په تور ۲ تنه نيول شوي

تاند (یک شنبه، د جدي ۷) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې، د فرشته کوهستانی او د هغې د ورور د قتل په تور یې دوه تنه نیولي دي.

طارق آرین وايي، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات پیل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له لوري په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه.

نوموړې موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دهنو عزت خیل سیمه کې هغه مهال ووژله کله چې له کابل ولایت څخه کاپيسا ته تللې وه.

دا یواځينۍ پېښه نه ده چې په کې د ښځینه وو د حقونو فعاله وژل کېږي له دې وړاندې په ننګرهار کې وسله والو کسانو د ښځو دحقونو فعاله او خبریاله ملاله ميوند ووژله.

په دې وروستیوکې یو ځل بیا هدفي وژنې ډېرې شوي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

عام خلک وایي که حکومت په ريښتني ډول د دې کار د مخنيوي لپاره اقدام وکړي نو لرې نه ده چې ژر به یې مخه ونيول شي.

دوی وایي حکومت ډېر کله د دا ډول پېښو عاملین نیسي خو له سزا پرته یې بېرته يې ځينې کسان په واسطه او يا پيسو خوشې کوي.

دوی له حکومت نه هیله لري چې د دا ډول پېښو ترسره کوونکي ونه بخښي او سخته سزا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب