جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا په نشويل کې د چاودنې د عاملینو نیولو لپاره ۳۵۰ زره...

امریکا په نشويل کې د چاودنې د عاملینو نیولو لپاره ۳۵۰ زره ډالره جایزه ټاکلې

تاند ( یک شنبه، د جدي ۷) امریکایي رسنیو ویلي چې د دې  هېواد چارواکو په نشویل ښارکې د تېرې ورځې چاودنې د عاملینو د نيولو جدي پلټنه پيل کړې ده.

رسنۍ وایي چې امريکایي چارواکو د دې پېښې دعاملينو د نیولو لپاره ۳۵۰ زره امریکايي ډالره جایزه اعلان کړې ده.

بل لورته ځینې راپورونه بیا وایي چې د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.

تېره جمعه دامريکا تنسي ایالت په مرکز نشویل کې له چاودېدونکو توکو ډک مسافر وړونکي ګاډي ته چاودنه ورکړل شوه.

د دې چاودنې له امله په سیمه کې څو ودانۍ نړېدلې دي.

د معلوماتو له مخې مخابراتي شبکې زیانمنې شوې خو ځاني تلفات یې دومره نه و او یوازې درې کسه په پېښه کې ټپیان دي.

دې چاودنې د درنو مالي زیانونو ترڅنګ هلته مېشت عام خلک هم سخت اندېښمن کړي دي.

دوی له چارواکو د دې پېښې دعاملينو د نيولو غوښتنه کوي خو بل لورته چارواکي هم د عاملینو د نیولو ډاډ ورکوي او په همدې موخه یې نغدي جایزه هم ټاکلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...