جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په وېره د برلاسي لپاره ځینې لارښوونې

په وېره د برلاسي لپاره ځینې لارښوونې

 اجمل حمزه

په زړه کې ډېر څه لرو خو مقابل لوري ته یې ولې یوازې په هو ځواب وایو؟ ستونزه چېرته ده، چې تل موافق یو؟ او خپل نظر نه شو څرګندولی؟ 

غواړم دې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایم. که مو فکر کړئ وي، موږ او تاسې ډېری داسې مسایل چې په ذهن کې مو ورته ځانګړی ځواب وي؛ خو له کوم دلیل پرته یې تاییدوو، له استاد او ځینو ملګرو سره مو ولې په یوازیتوب خبرې نه شئ کولائ؟ دا ستونزه له وېرې پیدا کېږي، او دا وېره په جریت له منځه تللی شي، په وېره باید غالب شئ. وېره دا وي، که مې خپل نظر ووایم، ښایي څوک راپورې وخاندي او یا هم ښایي زما نظر غلت وي. نه، دا ښه لاره نه ده، چې خپل نظر مو ونه ووايئ. که نظر مو له نورو سره شریک کړئ، خبرې به مو زده شي او که وکولای شئ؛ ځانونه په ښه توګه اظهار کړئ، دې یوه خاص او غوره فکر ځېښتن به شئ. په ځان به مو باور زیات شي. ددې لپاره چې دا ټولې ستونزې مو حل شي هیله ده، دا خبره تل په یاد ولرئ، چې تل د هر چا نظر مه تاییدوئ، ستاسې وېرې او په ځان د باور د کمېدو لامل ګرځي. باید ضرور خپل نظر ووایئ. هتمن ستاسې په ذهن کې دې هرې موضوع په اړه ځانګړې خبرې شته؛ خو دې وېرې له امله یې نه شې کولای ووایی. دا وېره مو څنګه له منځه یوسئ؟ ساده حل لارې شته، چې کولای شي وېره مو له منځه یوسي. د ډېرو خبرو کولو تمرین وکړئ او هڅه وکړئ، چې په خبرو کې مو مثبت بدلون راولئ. او ځانونه د هر ډول پوښتنې د ځواب لپاره تیار کړئ. له ځان نه داسې پوښتنې وکړئ، چې په اړه یې ډېرې خبرې وکړئ. له نږدې ملګرو سره مو ډېر د خبرو تمرین وکړئ، چې خبرې زده کړئ او د خبرو کولو وېره مو له منځه ولاړه شي. یوه ستونزه دا ده، چې موږ تل د هر چا خبره په هو ځوابو. خو که مو ځواب هو هم و، لومړی یې رد او بیا یې دې کلمو په تغیر پوښتنه هماغه ډول ځواب کړئ؛ که چېرته مو د هر چا خبره تایید کړه، ځان مو له خطر سره مخ کړ. باید ډېر هو ونه وایئ، ځکه د مقابل لوري اغېز درباندې راځي او بیا نه شې کولای په ازادانه توګه خبرې وکړئ. که له خبرې سره موافق هم وی، نو لومړی یې خبره رد او وروسته یې تایید کړئ خو ضرور پکې نوي څېز ورزیات کړئ. دا به مو په ځان باور ډېر کړي او وېره به مو له منځه ولاړه شي. دا د خبرو د زده کړې لپاره ډېره غوره تګلاره ده، چې ضرور به له تاسې سره مرسته وکړي. باید له هر څه سره انتقادي چلند وکړئ، د هر چا خبرې ونه منئ. بلکې ډېری داسې مسایل شته، چې باید رد یې کړئ، که هغه په کتابونو او یا هم ورځینو خبرو کې وي، باید له هر څه سره انتقادي چلند وشي، ددې لارښوونو په عملي کولو سره به په ډېر څه برلاسی ومومئ. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب