شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د کونړ په لس اوره لیګ کې د عبدالله عادل لوبډله اتله...

د کونړ په لس اوره لیګ کې د عبدالله عادل لوبډله اتله شوه

تاند ( شنبه، د جدي ۶) په ختیځ کونړ ولایت کې د ټي ټېن لیګ روانې سیالۍ د عبدالله عادل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه لس اوریزې سیالۍ دوه وانۍ وړاندې د کونړ کرکټ بورډ په هڅو پيل شوې وې.
د کونړ د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره په دې سیالیو کې ۱۸ لوبډلو ګډون کړی وو چې په کې  د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو لوبغاړو ترڅنګ د هېواد د ملي او ای لوبډلو یو شمېر لوبغاړو هم لوبې ترسره کړې.

د سیالیو پای لوبه د عبدالله عادل او ډګروال سید حکیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په پای لوبه کې عبدالله عادل لوبډله واتوانېده چې مقابله لوبدله ماته کړي او دا لوبې په خپلې اتلولۍ پای ته ورسوي.

لوبغاړي هم خوښ دي چې دا دول سوله ییزې سیالۍ ورته په لاره اچول کېږي.

دوی وایي هیله لري چې مسوولان ورته دغه راز نورې سیالۍ هم په لاره واچوي څو دوی وکولای شي په کې ځانونه ښه ثابت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب