شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې درې پرلپسې چاودنې شوي

کابل ښار کې درې پرلپسې چاودنې شوي

تاند (شنبه د جدي ۶) امنیتي چارواکي وايي، کابل ښار کې نن سهار د مقناطیسي ماین درې چاودنې شوي چې د څلورو پولیسو په ګډون یې پینځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د کابل ښار په اتمه، شپږمه او درېیمه امنیتي حوزو کې د مقناطیسي ماین درې چاودنو د څلورو پولیسو په ګډون پینځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند حضوري چمن سیمه کې شوې، د چارواکو په وینا چې مرګ ژوبله نه لري.

تر دې وروسته بله د مقناطیسي ماین چاودنه د شپږمې حوزې اړوند فیض محمد کاتب واټ کې د پولیسو پر رینجر موټر شوې چې دوه پولیس یې ټپيان کړي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون لېږدول شوي دي.

درېیمه هغه بیا نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند، دهبوري سیمه کې د پولیسو پر رینجر موټر شوې.

د فردوس فرامرز په خبره په دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي دی.

تر اوسه ددغو چاودنو مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې په کابل ښار او ولایتونو کې د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي چې ډېری قربانیان یې خبریالان، مدني فعالان او عام وګړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب