جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امریکا په ناشوېل کې درنې چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ درانه...

د امریکا په ناشوېل کې درنې چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي

تاند (شنبه، د جدي ۶) د امریکا د ناشویل په ایالت کې درنې چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د یاد ایالت پولیسو ويلي چې په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي او دغه راز یو شمېر ودانۍ هم نړېدلې دي.

پولیس زیاتوي چې د چاودنې څخه وړاندې ورته له سیمې څخه د ډزو راپورونه ورکړل شوي وو او سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې یوه موټر چاودنه کړې ده.

سرچینې زياتوي چې چاودنه د ناشویل په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې په کې ډېری وخت ګڼه ګوڼه نه وي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې چاودنې انځورونه خپاره شوي او پکې لیدل کېږي چې درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.

بل لورته امریکایي رسنیو هم ویلي چې د امریکا د تینسي ایالت په نشویل کې درنې چاودنې درې کسان ټپیان کړي دي.

امریکایي رسنۍ وایي چاودنه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او انګېزه یې تر اوسه معلومه نه دی.

امریکایي چارواکې بیا وایي ښایي دا یو «عمدي» عمل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب