پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونیا هغه طالبان نور وو دا څه نور دي....| استاد شپون

یا هغه طالبان نور وو دا څه نور دي….| استاد شپون

یا هغه طالبان نور وو دا څه نور دي

یا د خدای دی په دا هسې شان فرمان

داسې ښکاري چې کوم طالب دی چې په تاند کې مې هم نازوي ،هم  سکونډي. چې لیکم امریکا له افغانستان نه نه وځی نو دی وايي وارمه خطا کوه دوی به نه وځي خو په زور به ایستل کېږي. لیکي چې هم یې زما لیکنې خوښې دي بلکه تاند زما عاجز د مقالو دپاره لولي خو دا هم ورسره غبرګوي چې د نظر په هکله زما سره په تضاد کې دی، تیار مېخوش انار دی. ظالم خپل نوم هم نه ښیی چې ورسره سپینه یې کړم. نو لکه جاپاني ډرامې به یو د بل په سیوري، د قلم په تورې ګوزارونه کوو.

خو د طالبجان پر ما دا حق دی چې خپل دریځ یو ځل ورته بیان کړم. اصلي خبره دا ده چې کوم طالبان چې ما لېدلي وو اوس یې څرک نه وینم.

زه د کابل د هغه وخت شاهد یم چې برامودین، ګلبدین او دوستم سره کپل. مایکروریانو کې وم چې له ښکیه د دوستم باړ ګډ و ،چې لکه د آپېز غونډاري هر پلو چلېده، زموږد آپارتمان کړکۍ یې په درزا ماتې کړې، او له بره د آمر صب مسعود  توپ ګولۍ وې چې، رسا او مقصدي ویشتل یې کول، زما په خپل ټاټوبي کې یې د هندوانې په اندازه سوري جوړ کړل. د حکمتیار توپونو خو ارګ ،باغ بالا، او خیرخانې  ته ایښې وه.

د حضرت صیب مبارک لنډه کۍ باچايی مې ولېده او بیا مې د خالص صیب سره واړول. د چا په خوا او خاطر کې هم نه ګرځېده چې  څوک نر دې پیدا شي ، د دې خونخورو مخه دې ونیسی.په همدې همدې کې مې واورېدل چې د طالبانو په نامه یوې ډلې د کندهار مسلط تنظیمونه پسې را اخیستي. نوره کیسه ټولو ته معلو مه ده ، څه به مو خوږوم! ځینو همزولو چې د تباهۍ نه د خلاصون یواځنۍ لار ورته د باچا ظاهر راتګ ښکارېده، په ما خوار د طالب ټاپه لګوله. هر څومره مې چې ورته ویل چې نه، زه طالب نه یم بلکه زما تحلیل دا دی چې له همدغسې غیبي قوت نه پرته، د اوه سري تنظیمي ښامار نه د خلاصون بله اسره نشته. په ظاهرشاه کې د مقاومت متره نه وینم. هو که په پتناسه کې یې په ورېښمین دسما ل پوښلی په حضور کې ورته کېږدﺉ نو احتمال شته چې مبارک به یې ومني. بې له تورې خلاصی نشته په بل کار، اودا د طالب په لاس کې ده، خو ملګري نه قانع کېدل. آخر مې توره ډال کېښودل ومې ویل، زه غل صحیح مقصد چې ملک بچ شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې چې کابل ته لاړم نو نه چرګ و نه پرګ، کراره کراري وه.یوه نیمه لسیزه پس، په اول ځل خپل کلي ته هم لاړم . دا مې بل ځای هم لیکلي چې په لار کې، د ژمي په څېله کې د هزاره و له سیمې تېر شوو. یو پاټک و د هغې محافظان ګرد هزاره ګان وو. یوه یې سر موټر ته ارویت کړ،«سلاح پلاح خو ندرېن؟» چې ډاډه شو نو یې رخصت کړو« بورې بخیر» دا مې ټول لیکلي، خپاره کړي چې کاپیانې یې را سره شته.

د اوسنو طالبانو په برخه کې به یا زه ړوند یم یا  څه نورې کانې کوي. بېګنا ه نارینه ، ښځې او ماشومان څه په ځان مرګي حملو وژني، څه د دغسې حملو د پاره روزي. تنکي نجونې او هلکان بس په دې ګناه سټ کوي چې ښوونځیو ته ځی او دا ښوونځي د حکومت په لاس کې دي او دا حکومت د خارجیانو لاس پوڅی دی. زه ورته عرض کوم چې یه نېکبختو! په خره مو زور نه رسږي، کته یې وهﺉ. ښایسته ښایسته جوماتونه، تاریخي ماڼۍ، عامه سړکونه ، خیریه مرکزونه ورانوﺉ. چې ولس درنه ټپرا وي، چې مشران، ملا او عامي درنه په وېره کې وي، چې وچه او لمنده  نه وینﺉ، ټول سېزﺉ نو که قدرت هم په لاس واخلئ په چا حکومت کوﺉ؟ چې اوغانستان وران شي نو په کنډوالې حکومت کول په دومره کړاو ارزي؟ستاسو ایډیال حکومت په کوم بل اسلامي هېواد کې هم قایم شوی او که یې په اول ځل په موږ خوارانو تجربه کوې؟ ستاسو ماډل سعودي عربستان دی، که پاکستان، که لېبیا او که یواځې تاسو د اسلام په مانا پوهېږﺉ، دا نور هسې کدوان دي؟

همدا پوښتنه ما له حکمتیار صیب نه هم هغه وخت کړې وه چې د تنظیمونو د بهرنو چارو وزیر و او ویلي یې وو چې افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي او اسلام سرحد نه مني. ما پوښتلی و چې مصر، اردن او سوریې هم فدراسیون جوړ کړی و خو کال یې لا دوام و نه کړ، حال دا چې هغوی بر سېره پر اسلامیت په ژبه او کلچر کې هم شریک دي، نو افغانستان به څنګه د پاکستان سره یو شي؟ هغه وویل چې افغانستان د جهاد له برکته د ابتکار جوګه یو هېواد دی. ما ته یې نورمحمد تره کی رایاد کړ چې ویل یې افغانستان دا سې هېواد دی چې د فیوډالیزم نه به نېغ په نېغه سوشالیزم ته ټوپ کوي او بورژوازي دوره به نه تېروي. ما ویل دا څه چل دی چې اوله تجربه تل یواځې په افغانانو کېږي؟ افغان خو څه د قربانۍ ګډوری نه دی چې د ثواب له پاره به یې حلالوې، نه د لا برا توار موږک دی چې د مار زهر به پرې ازمیې. زما عاجز په نظربه بهتره وي چې د عربو په امیرانو دا تجربې وشي چې بې هغې یې هم ورځې په شمار دي. د افغانستان د سرنوشت پورې خوتر څو مځکه او اسمان وي تل به افغانستان وي جوسر لګېږي.

اوس زه طالبجان ته وایم چې وروره، د کندهاری ملګري په وینا، لږ مې مریی کړه، د ننګرار په خبره، لږ مې ملا کړه چې ولې راته میخوش انار یې؟ که  مې په اعمالو قضاوت کوې نو همدا اوس وایم چې د خدای ګنانګار یم، خو که مې کومه خبره غلطه وي نو پوه مې کړه.

5 COMMENTS

  1. شپون سیب سلامونه
    زما په خیال تالب همهغه تالب دی او اسلام هم هغه اسلام دی. زمونږ خیالات بدلیږی او نوی معیارونه خپلول کیږی.
    زه د ګلمجم او مسود په ګولیو کی راګیر سوی یم او د نالی په سر یی ګولی راته اواری کړی وی. دمکرویانو تر پلخشتی می دباندی واڼی وتلی وی او کله چه به کلی ته تلم نو دقران نه به وتم او د تکسی والا په بریتو به می توکل کاوه. دپاټکو پاچایانو ته به مو دسالم تیریدو په خاطر داسی خراج ورکاوو چه ګواکی مونږه د دارالحرب نه دارالاسلام ته ننوتلو.
    اخ هغه اوله ورځ هم رایاده سوه چه کابل ته راغلم او د ملګری کور او پته پسی ګرځیدم او بیا په هوتل او سماوار پسی. اخیر تیکسی والا خپل کور ته چه یوه خونه یی درلوده بوتلم او خپل ماشومان یی بل کورته ولیږل کوم چه له دلیزه هغه بل طرف ته وو. تکسیوالا د کابل وو او راته و یی ویل چه د مرګ ګنا دی په غاړه نه اخلم. بیا یووخت د تالبانو په پاچهی کی تر کندهاره ولاړم او د دوو ورځو نه وروسته هلته ورسیدو. دوه شپی مو د دامانو په هټیو کی سبا کړی خو هیڅ ویره می له چا سره ونه لیدله. په کندهار کی بیا خبرسوو چه صرافانو خپلی پیسی د مونی په سرپه اوسپنیځو سندوخو کی اچولی وی او د مونی له سر نه یی راکته کولی.
    تاسو چه کلیو ته لاړ سی نو بیا خبریدای سی چه تالبان اوس هم هسی د امنیت خاوندان دی. دښارونو نه خلک ورځی او خپلی قضایی فیصلی باندی کوی. چیری چه مکتب وی او دولت سیاست ونه چلوی او دځینی مضمونو په سانسور او غیر شرعی عکسو یو کاغز سریښ کړی نو نه مکتب بندیږی او نه هلکان او تندی جینکی. زما خورځی هم مکتب خلاص کړ او هم پوهنتون. او هغه هم په کلی کی او مرکز. خو شپون سیب په جنګ کی د حلوا ویشل مه غواړه او د پخو پیغلو په هکله کلیوال دود او اسلامی اداب هم باید په نظر کی ونیول سی. که له هغه سره سم کار وسی نو بیا به کراره کراری سی. دا زما امید دی.
    په کلیو کی د داسی کسانو لپاره چه نه دولت سره وی او نه له تالبانو سره یوازی دا ویره وی چه د هاوان او یا د هلیکوپتر په ګولیو ونه وژل سی. یا دا چه دغلو اسکرو په لاس ورنسی. زه له دواړو تښتم. هغه دولتی خلک چه مردم ازاری ونکړی هغه سالم پاتی کیدای سی او هغه سرکونه چه د شوبلو د تیزرفتاری سبب نوی هغه هیڅ نه تخریبیږی. دا زما په سترګو لیدلی حال دی چه هیله ده شک پکی درنسی.
    اوس به راسو دی ته چه تالبان څنګه اسلام غواړی. اسلام یو دی او هغه د قران او سنت په نصوصو باندی ولاړ دی. دا چه پاکستان اسلامی دی او کوم عرب یا بل، د معیار خبره نده. اسلام په خلکو نه پیزندل کیږی مګر خلک په اسلام. تالبان هغه د رسول علیه سلام اسلام راولی. هلته شک ناروا دی. که تاسو څه آزاده مطالعه وکړی د ایران نه سوا یو دولت هم د اسلامیت تصدیقنامه نسی اخیستلای. هلته د مسلمانانو حکومتونه شته خو اسلامیت یی په شک کی دی. دهغوی قبلی یا مسکو وی او یا واشینټن. اوس چه ماسکو نسته ګردسره واشینټنیان سوی دی.
    وایی د ارمنستان پلرونو به خپلی لوڼی تربیه کولی او بیا به یی په ترکی پاچایانو خرڅولی ترڅو ښه ژوند وکړی. هیله ده داسی روحیه له افغانانو سره نوی او که وی نو بیا یی پریږدی. افغانان په اسلام سرورکوی او یو مفکر باید دا هیر نکړی. هغوی د زوند خوښی په ازادی کی وینی او دا عامه روحیه باید مړه نسی. آخر د سیدجمال الدین نصیحت ته باید غوږ سو او دخپل خانخانی له کبله اغیار د خپل وطن اغاګان نکړو.
    په درناوی

  2. ملا ثابته
    د کوم اسلام خبرې کوې. د ای اس ای مادل اسلام، د پاکستان د تنظیمونو اسلام، او یا کوم بل نوی ماډل اسلام؟ پاکستان چې طالب افغانستان کې اسلامی نظام جوړولو ته هڅوي ولې دا اسلام په ځان نه تطبیقوي. د پاکستان نظام له بېخه تر سره غیر اسلامي دی. هغه هېواد چې له فحشا او سکس مالیه ټولوي هغوی به نورو ته څه اسلام وړندې کوي. د ای اس ای د جاسوسان دوران تېر شوی. خلکو ته اوس ستاسو هویت معلوم شوي. چې څوک یاستی او څه کوئ. طالب یعنی بې سواده خر، د ای اس ای په لاس لوی شوی سپې چې د خپل بادر په امر هر چا ته خوله اچوي او هر څوک چې په لاس ورغی که مسلمان ویي که نه حتما یې داړي. طلب نه خدای پېژني او نه رسول او نه انسانیت او نه هم بشریت او نه یې اعمال انسان او مسلمان ته ورته دي. ملا ثابته، ته ولې دا تبصرې خپلو پاکستانی ملایانو ته نه کوي چې په کراچی، لاهور او هیرا منډی کې جهاد وکړي؟
    ملا ثباته، یو فارسی شعر دی چې وایي
    به رنگی که خواهی جامه میپوش
    من از طرز خرامت می شناسم
    د پاکستانی مشرانو نصب اوس ټولې نړۍ ته معلوم شوی، په هر ډول یې چې ډزوئ ستاسو خوښه، خو افغانان هم خپل دښمن پېژني او په خدای کلک باور لري. خدای ستاسو شومو اعمالو ته ګوري او له مردارو نیتونو نه مو هم خبر دی او یوه ورځ نه یو ورځ، که مونږ ژوندي و که نه، پنجابي سپیان به د خپلو پلیدو اعمالو نتیجه وګورئ. اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

    شپون خانه وروه، طلب ته زما او ستا خبره ارزښت نلري. هغه اویا کلن مشران چې له کونې خاورې باسي اوس د ۱۷ کلنو په عشق او هوس کې غرق دي او درګرده د یوه خاشه کوس لپاره (ډېره بخښنه غواړم)خپل بې ګناه ورونه او وطنوال وژني، سړکونه، پلونه، روغتونونه، او نور عامه تاسیسات ورانوي، په خدای که په هيڅ شي بندوازه وي. نه په خدای او نه په رسول او نه په قران او شرافت او انسانیت. یوازې او یوازي تنکۍ انجونې او د ای اس ای قومنده. هومره ملا او هغومره یې شيطان

  3. ملا ثابته،
    ډېره دقېقه خبره دې کړې. اوس دې باید سم دم سر خلاص شوی وي چې تعلیم کړي خلک نور ستاسو په اپلتو او بې بنیادو خبرو نه غولېږي او پاکستاني ټالي سټي مزدوران او عوامل یې ښه پېژني. زه الحمد لله په دين ښه پوهېږم. په مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی یم، پنځه وخته لمونځ کوم، تمام دیني فریض، وجایب، سنتونه او حتی مستحبات مراعاتوم، قران مې په تجوید او په معنی زده دی، اکثریت معتبر احادیث او داسې دینې کتابونه مې لوستي او پرې عمل کوم چې شاید ستا جناب یې تر اوسه نوم هم نه وي اورېدلي. ایمان می هم ستاسو ملایانو پر پرتله ډېر کلک دی. شپاړس کلنو انجونو لپاره خپل وجدان، ایمان او وطن نه پلورم. په اسلامي او شرعي سیاست، تعریفاتو او په حدودو یې هم ښه پوهېږم. په هغه اسلام کې چې زه لوی شوی یم، هلته د بې ګناه انسان وژنه، عامه تاسیسات ورنول، انتحار، د ښځو زدهکړه سره مخالفت د هغوی حقوق و ته احترام نه کول، انسانی کرامت ته احترام نه کول، د عالمانو او پوهانو وژنه، د ګاونډیانو د کور ورنول او په زرهاو داسې نور مسایل شه چې منع او ناروا بلل شوي، خو تاسو بې دینه او له علمه لرې ماشینی ملایانو ته روا دي. تر ټولو د شرم خبره خو داده چې ته خپله دا اوس د عصری علومو په مټ جوړ شوی ویب سایت او انترنټ استعمالوي، خو نور ته د عصري علومو زده کړه ددین له مفاداتو او اخلاقو سره په تضاد کې ګنې او داسې سې ښېې چې عصری علوم خلک ګمراه کوي. عصري علوم ددين بنیاد او اساس دی. هر څومره چې د یو کس بلدیت او علمیت په عصری علومو ډېرېږي، هومره خدای ته نږدي کېږي. ځکه عصري علوم د انسان د خلاقیت ښکارندویي کوي چې د الله(ج) د عظمت يوه نښه ده. خو حیران یم ستا استدلال ته. ستا استدلال به یو ماشوم هم ونه مني. وروستی خبره دا چې نور خپل په مورنۍ ژبه یعنې اردو لیکنه کوه، ځکه چې ستا په ماته او ګوډه لیکنه هرڅوک پوهېږي چې حتما یا پنجابی یې یا پاکستانی. لیکنې چې کوي لومړې فکر وکړه چې څه لیکې، مستند غږېږ، مخاطبین دې وپېژنه چې څوک دي، یعنې په لیکنو د باور کوي او که نه، خبرو ته دې غوږ نیسي او که نه او که مسلمان او انسان یې کوښښ وکړه چې په خبرو کې خلکو ته د ښه کارونو توصیه وکړئ او واقیعتونه په ګوتو کړي. هوایي به نه ډزېږي. خلک له عصري علومو مه منع کوه. په هر دين کې ځان نه دینداره ویل ډېر اسانه دی. خو خپل ددین اصول مراعاتول او ساتل ډېره سخته او لویه وجیبه ده. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب