چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

له دارالاسلام څخه دباندې جهاد:

قرضاوي د دارالاسلام او دارالکفر یا دار الحرب لانجمن او پېچلی مبحث هم را اخلي. لکه څنګه چې د دې لیکنې په پیل کې مو ولیدل، توندلارو ډلو د دارالحرب لمن پراخه کړې ده او د دارالاسلام لمن یې لنډه کړې ده، ځکه چې دارالحرب هغه ځای دی چې مسلمانان حق لري ورباندې برید وکړي او له وګړو سره یې وجنګېږي. د توندلارو په باور اکثره اسلامي هېوادونه دارالحرب دي ځکه چې د شریعت احکام په کې نه تطبیقېږي. قرضاوي پر دودیزې فقهې په تکیې سره هڅه کوي چې دا نظر رد کړي. هغه وايي: «ټول هغه هېوادونه چې اوس اسلامي ملکونه بلل کېږي او اغلب اوسېدونکي یې مسلمانان دي، ارالاسلام ګڼل کېږي.» (هماغه اثر: ۸۴۹) کله چې یوه خاوره د دارالاسلام په قلمرو کې شامله شوه، بیا په آسانۍ سره دا ځانګړنه ورنه نه اخیستل کېږي چې دارالحرب وبلل شي، خو په خاصو شرایطو کې دا کار کېدای شي. هغه دلته د امام ابو حنیفه نظر یادوي او وايي: «[که د یوې خاورې خلک له اسلام څخه واوښتل] هغه ځای دارالحرب نه کېږي، مګر دا چې درې شرطونه ورسره یو ځای شي: لومړی دا چې له دارالحرب ملک سره ګاونډۍ وي او تر منځ یې د دارالاسلام هېڅ خاوره نه وي پرته، دوهم دا چې د کفر قوانین په کې تطبیق شي، دریم دا چې په کې هېڅ مسلمان او د اسلامي هېواد هېڅ غیر مسلمان تبعه په امن کې نه وي … که په دغو دریو شرطونو کې یو یې هم کم وي، هغه ځای به ارالحرب نه وي.» (هماغه اثر: ۸۷۸) هغه همدارنګه بله فقهي اصطلاح را اخلي، «دارالعهد» یعنې هغه هېوادونه چې مسلمانانو ورسره تړون کړی دی چې په خپلو کې به جنګ نه کوي او سوله‌ییز اړیکي به پالي. قرضاوي وايي: «د اسرائیل له صهیونیستي رژیم دولت څخه پرته، د [نننۍ] نړۍ ټول هېوادونه موږ مسلمانانو لپاره دارالعهد دي، ځکه چې له نړۍ سره زموږ اړيکي د ملګرو ملتونو د میثاق پر اساس دي او موږ مسلمانان ټول د دې سازمان غړي یو.» (هماغه اثر: ۸۹۵) او په بل ځای کې وايي چې: «اسرائیل یوازینی دارالحرب هېواد دی.» (هماغه اثر: ۹۰۰) په دې حساب مسلمانان باید له نورو هېوادونو سره تړل شویو دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو ته ژمن پاتې شي او د جنګي چلند حق نه لري. د ده په نظر یوازینی هېواد چې مسلمانان ورسره باید د جنګي قواعد پر اساس عمل وکړي، اسرائیل دی. هغه وايي چې د دې هېواد د کمزوري کولو لپاره هر لاره باید وکاروو او د هغه پر ضد جهاد د هر مسلمان چې وس یې ولري، فرض دی او اوسني حکومتونه دنده لري چې دا لاره هواره کړي، خو: «د سختې خواشینۍ خبره دا ده چې [سره له دې چې] د مسلمانانو د اکثرو بچیانو په زړونو کې د اقصی مسجد د آزادولو او د اسرا او معراج په خاوره کې د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د جهاد شوق په لمبو دی، خو درېغه چې کمربند هېوادونه، د خپل نوم په شان، یا مخامخ هېوادونه یعنې اردن، لبنان، سوریه او مصر ټول نه پرېږدي چې کوم مجاهد فلسطین ته ورننوځي، بلکې ځواکونه یې له پولې پر اوښتونکو کسانو ګولۍ چلوي، و لا حول و لا قوة الا بالله.» (هماغه اثر: ۱۲۲)

سره له دې چې د قرضاوي په نظر، له اسرائیل پرته نور ټول هېوادونه اوس دارالعهد دي خو که د غیر مسلمانو هېوادونو هر یو پر کوم اسلامي هېواد برید وکړي، هغه هېواد به ارالحرب شي او په وړاندې یې جهاد واجبېږي. خو بیا هم، له هغه هېواد سره په جګړه کې چې په دارالحرب اوښتی دی، د جګړې نړۍوال قوانین باید مراعات کړو، مثلاً له ګڼ وژونکو وسله لکه کیمیايي او اټومي وسلو کار وانخلو او هلته عام وژنه او قومي تصفیه باید ونه کړو. قرضاوي د حزب التحریر د بنسټوال، شیخ تقي الدین نبهاني، نظر چې د داسې وسلو د کارولو پلوی دی، مردود ګڼي. نبهاني ویلي دي: «د مسلمانانو لپاره له خپلو دښمنانو سره په جګړه کې د اټومي وسلې کارول جایز دي، ان که مخکې تر دې چې دښمن دا کړی وي.» قرضاوي وايي: «زه پر داسې خبرو ډېر تم کېږم او باورمن یم چې دا د اسلام روح او اخلاقیات نه شي ښودلی … کیميايي، بیولوژيکي، او اټومي وسلې او داسې نورې چې نن سبا ګڼ وژونکې وسلې بلل کېږي او په درنګ شېبه کې زرګونه او میلیونونه انسانان وژني او ګناهکار او بې‌ګناه او جګړه‌مار او سوله‌خوښي یو ځای په اور سوځوي او اساساً ژوند او ژوندي ساري او انسان او طبیعت ختموي، د داسې وسلو کارول په اسلامي شریعت کې حرام دي.» (هماغه اثر: ۶۱۳) خو دا نظر مطلق حالت نه لري، بلکې د قرضاوي په نظر، ځینې استنثاګانې په کې شته، لکه: «زه په دې باور یم چې پر اسلامي امت د دغو مخنیونکو وسله لرل واجب دي، په داسې مهال کې چې نو داسې وسلې لري او کېدای شي دوی پرې وګواښي.» (هماغه اثر) او همدارنګه: «د دې وسلو د کارولو له تحریم څخه ضروري حالت مستنثا کولی شو.» (هماغه اثر: ۶۲۴) یعنې کله چې اړتیا وي، کارولی یې شو.

همدارنګه کله چې غیر مسلمان جنګیالي په جګړه کې اسیر کېږي، باید ورسره په اسلامي اخلاقو او له منل شویو نړۍوالو قوانینو سره سم چلند وکړو: «بې له شکه چې اسلام له اسیرانو سره انساني چلند او د هغوی د کرامت ساتل او د هغوی د حقونو مراعاتول واجب کړي دي، ځکه چې قرآن اسیران په هغو زیان منونکو ډلو کې شمارلي دي چې د زړه سوي، احسان او عنایت لایق دي، لکه په ټولنه کې چې مسکین او یتیم د زړه سوي دي.» (هماغه اثر: ۹۵۵) د ابو عبدالله المهاجر برخلاف چې د اسیران پر وژلو یې ټینګار کاوه او ویل یې چې اسیران په خپل ذات کې هېڅ حرمت نه لري او یوازې په دې سترګه باید ورته وکتل شي چې د هغوی په وژلو سره د مسلمانانو ملکیتونه او شیان له لاسه وځي، قرضاوي په تونده غاړه وايي: «سړی حیرانېږي چې څنګه ځینې کسان اسلام او اسلامي شریعت د یوه وحشي داړونکي په توګه انځوروي چې ګوندې خوله یې پرانیستې ده چې ټول خلک وداړي… ګواکې ان که خلک د سولې نیت هم ولري، اسلام به پرې حمله کوي او که هغوی په اسلام هېڅ غرض هم ونه کړي، اسلام به ورسره غرض ولري، او که یې لاس ته ورغلل، په نه نرمېدونکي شدت به ورسره وچلېږي او بې رحمه سختي به ورسره وکړي، او په دې ډله کې د جنګ د لمبو تر تتېدو وروسته له جنګي اسیرانو سره هم [همداسې کوي] … د دې خلکو په نظر، اسلام له اسیرانو سره بې رحمي او د هغوی وژل جایز ګڼي، ان که هغوی عادي وګړي وي. (هماغه اثر: ۹۷۹)

څنګه چې د مقالې په پیل کې ورته اشاره وشوه، قرضاوي له غیر مسلمانانو سره د مسلمانانو رابطه د سولې رابطه ګڼي، نه د جنګ، او د خپل کتاب په یوه مفصل باب کې چې دوولس فصله او ۱۷۲ مخه لري، د جګړه خوښو مسلمانانو هغه مهمو دلیلونو ته ځواب وايي. دی په دې منځ کې د “و قاتلوهم حتی لا تکون فتنة”، هغه آیه چې په “آیه سیف” مشهور دی، د “بُعثت بالسیف”حدیث، د “أُمرت أن أقاتل الناس..” حدیث، د اسلام د پيغمبر غزوات، د خلفای راشدین فتوحات، او نور هغه دلیلونه چې په دې مسئله کې مطرح کېږي، په تفصیل سره څېړي. (هماغه اثر: ۲۵۵ – ۴۲۷) دی غواړي پر دې نظر ټینګار وکړي چې: «په قاطع دلیل راته روښانه شوه چې د جهاد په برخه کې اسلامي شریعت د عدالت او رحمت او احسان شریعت دی، او جنګ یې په هره برخه کې اخلاقي ارزښتونو ته تابع دی، یعنې تر هغې پورې چې څوک جګړه ونه کړي، نه وژل کېږي، او ښځې او ماشومان او زاړه او زړې او د صومعې راهبان او بزګران او تاجران به د اسلام د تورې له ګوزاره په امان کې وي، او هر څوک چې سوله وغواړي، د اسلام لاس به تل ورته غځېدلی وي. (هماغه اثر: ۳۸)

قرضاوي په پای کې د مسلمانو ټولنو یوه تاواني اړخ، جګړه‌ماري او مرګ غوښتلو ته په ځیرکۍ سره اشاره کوي او وايي: «یو زیان چې مسلمانان ورسره لاس او ګرېوان دي، دا دی چې که ته ورنه وغواړې چې لس کسه دې د خدای په لاره کې مرګ ته حاضر شي [وبه وینې چې] سل او بلکې زر کسان به رامخته کېږي او د شهادت لپاره به چمتو کېږي، خو که یې له زرو کسانو څخه وغواړې چې د اسلام لپاره دې ژوند وکړي او له اسلام سره سم عمل وکړي، ان لس کسه به په کې پیدا نه کړې!» (هماغه اثر: ۱۳۳۸) (۸)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب