شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد هرات ‌-‌ غور پر لویه لارې د واورې ورښت له امله...

د هرات ‌-‌ غور پر لویه لارې د واورې ورښت له امله لسګونه مسافر بند پاتې

تاند ( شنبه، د جدي ۶) د هرات ‌-‌ غور پر لویه لار د واورې ورښت له امله لسګونه مسافر پر لاره بند پاتې دي.

مسافر وایي چې د یادې لارې په بند بایان سیمه کې واورې د دوی پر وړاندې لاره بنده کړې ده.

دوی وایي د واورې ترڅنګ توپان هم روان دی او دوی یې له سختو حالاتو سره مخ کړې دي.

یو شمېر مسافرو له تاند سره په خبرو کې وویلې چې له دوی سره ښځې او ماشومان هم دی چې پرلاره بند پاتې دي.

پر دې لاره بند پاتې مسافر عبدالله وایي که دولت ورسره همکاري ونه کړي او یاده لویه لاره پاکه نه کړي د یخې هوا له امله به مړه شي.

دی زیاتوي چې درې شپې او ورځې کېږي چې رون شوی خو د واورې ورېدو او لارو بندوالي له کبله تر اوسه غور ته نه دی رسېدلی.

عبدالله وایي دوی په ګډه څو ځله د یاد ولایت له مسوولانو سره دا ستونزه شريکه کړې خو په خبره يې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب