جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهختيځو ولایتونو کې روان کال ۱۰۵۴ ملکيان مړه او ټپیان شوي

ختيځو ولایتونو کې روان کال ۱۰۵۴ ملکيان مړه او ټپیان شوي

تاند (شنبه، د جدي ۶) ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولانو تېره ورځ ناوخته د یو خبري کنفرانس پرمهال په دې وروستیو کې د ملکیانو پر مرګ ژوبلې سخته اندېښنه وښوده.

دغه کمېسيون وايي چې سږ کال تر دې دمه یواځې په ختیځ زون کې د جګړو له امله ۱۰۵۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ختیځ زون د بشري حقوقو د خپلواک کمېسون مسوولانو د دې خبري ناستې پرمهال د جګړې له دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته ډېر پام وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې موده کې یواځې په ننګرهار کې ۲۱۱ تنه نارینه، ۶ تنه ښځینه او ۳۵ ماشومان وژل شوي دي.

دغه راز ۳۰۰ نارینه، ۱۵ ښځینه او ۱۰۴ ماشومان ټپيان شوي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي چې ډیری دغه مرګ ژوبله د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو، ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او د حکومت په عملیاتو کې ملکيانو ته اوښتي دي.

بل لورته د ننګرهار ځايي اوسېدونکي هم وايي په روانه جګړه کې تردېره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوړي.

دوی وایي په ځلونو روانه جګړه کې د دواړو لوریو له لوري عام خلک په نښه شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

دوی د جګړې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالي ختمېدو او اوربند غوښتنه کوي.

ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښيي چې په وروستیو جګړو کې ډېره مرګ ژوبله ولسي خلکو ته اوړي او هره ورځ په یو شمېر ولایتونو کې په چاودنو او جګړو کې د ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب