Homeخبرونهد سولې وزارت وایي دوهم پړاو خبرې به په ټاکلي وخت پيل...

د سولې وزارت وایي دوهم پړاو خبرې به په ټاکلي وخت پيل شي

تاند (شنبه، د جدي ۶) د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د سولې دوهم پړاو خبرو ته پوره چمتووالی لري.

سرچینه وایي چې د افغان سولې په تړاو به خبرې اترې په خپل ټاکلي وخت پيل شي.

د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې پلاوی دمګړی په کابل کې په مشورو بوخت دی او په بشپړ چمتووالي سره به په دوهم پړاو خبرو کې برخه واخلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې مهال د سولې د خبرو پر خپل وخت پيل خبر ورکوي چې له دې وړاندې یو شمېر سیاسي ګوندونو هم پر خپل وخت د سولې د دوهم پړاو د خپرو پر پيل ټينګار کړی دی.

دوی وايي چې د افغان سولې بهیر نړیواله بڼه خپله کړې او هیڅوک نشي کولی چې په مذاکرتو کې خپل ملاحظات ولري.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې د ۲۰ ورځو لپاره ځنډېدلې دي.

افغان پلاوی په کابل کې دی او دلته له چارواکو سره پر مشورو بوخت دی خو بل لورته د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی اسلام آباد کې دی او هلته له پاکستاني مشرانو سره په مشورو بوخت دی.

پاکستان ته د طالب پلاوي پر سفر افغانانو هم سختې نيوکې کړې دي.

دوی وایي پاکستان تل د طالبانو ملاتړ کړی او له افغان دولت نه غواړي چې د یاد هېواد په دروغي ژمنو دې نور نه غولېږي.

خو بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څه موده وړاندې ویلي وو چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر د دوی د سیاست یوه برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...