شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وايي، ولس ته ښه او دښمن ته د ټکان ورکوونکو...

امرالله صالح وايي، ولس ته ښه او دښمن ته د ټکان ورکوونکو خبرونو زیری لري

تاند (شنبه د جدي ۶) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانانو ته په نژدې راتلونکي کې د خوښۍ خو ددوی دښمن ته بیا ټکان ورکوونکي خبرونه لري.

ښاغلي صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک لیکلي، د شپږ نیمو غونډې به  د پخوا په پرتله پیاوړې او په ښه توګه مخته ځي، خو یواځې د پرېکړو جزیات به له خلکو سره نه شرېکېږي.

نوموړی وايي: « د شپږنيمو غونډې به په لا ښه تمرکز، ډېرو امکاناتو، او پراخ صلاحیت سره دوام ولري خو تیرو دوه میاشتو ته ورته به د خپلو پرېکړو په جزياتو خبرې نه کوو.»

دده په خبره، که څوک غواړي ددې غونډو د اجنډا او بحثونو په ټاکلو کې ونډه واخلي، نو خپل نظریات دې ورسره شریک کړي، تر څو غور پرې وشي.

هغه زیاته کړې: « دا جګړه د افغانستان د ولس د ټولو مادي او معنوي شتو او ارزښتونو پر وړاندې روانه ده. امنيتي ځواکونه په لومړۍ کرښه کې دي؛ خو ستاسو هر يوه  ونډه اخيستنه کولای شي چې د حالاتو په بدلون کې مرسته وکړي.»

امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د ځینو غیر محرمو برخو ارزونې به وروسته له بشپړېدو له خلکو سره شریکې کړي او زیاته کړې یې ده: «ډاډه واوسئ چې د ولس لپاره ښه خبرونه او د دښمن لپاره ټکان ورکونکي خبرونه پر لاره دي.»

نوموړی داسې وخت کې «دښمن ته د ټکان ورکوونکو خبرونو» خبره کوي چې په هېواد کې ورځ تر بلې امنیتي وضیعت د خبرابېدو او د جګړې لمن د پراخېدو په حال کې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال په داسې مهال دغه څرګندوې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د شپږ نیمو بجو د فېسبوکي راپور د نه نشرولو خبر ورکړی و.

1 COMMENT

  1. امرالله صالح یو فیسبوکي پاپولیست او ځان خوښی، خودنما په باټو اموخته مامور دی.
    هیڅ یې هم په وس نه دي پوره، نه یې علمې او تعلیمې صلاحیت لري او نه هم کسبي مهارت.
    په شا او خوا کې یې دومره مرد نشته چې ورته ووایي:

    کور ګ‌‌‌‌‌‌ډي دغه نن دسولي دښمن په کابل کې سهار وختي همزمانه څلور ځایه ستا په پولیسو باندي موفقانه حمله وکړه، لاره یې در څخه ورکه کړې.
    ته لګیایې خلګ غولوې او باټي وهي.

    جلسه بازان شش ونیم بجه صبح فهمیدید یا نه فهمیدید؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب