تاند (شنبه د جدي ۶) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، بین الافغاني مذاکرات دې بې له ځنډه او په خپله وخت بېرته پیل شي.
ښاغلي عبدالله چې نن یې د ملي روغې جوړې عالي شورا په دویمه ناسته کې خبرې کولې وویل، د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي.
نوموړی وايي، افغانان له جنګه ستړي شوي، د سولې تږي دي او ددې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پینځمه په دوحه کې پیل شي.
عبدالله وویل، نړیوالې ټولنې، د سیمې هیوادونو او د افغانستان خلکو له سولې څخه خپل ملاتړ کړی دی، نو باید یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه چې د ملي روغې جوړې عالي شورا پر اوږو یو دروند مسؤلیت د خبرو له لارې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول دي.
عبدالله عبدالله په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت پلاوی هم پیاوړی وباله او ددوی د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومتي پلاوي په لومړي پړاو خبرو کې په پوره وړتیا له ملي ګټو دفاع کړې ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا یې له پرېکړو ملاتړ کوي.
د یادې شورا مشر په خپلو خبرو کې وویل، نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو له افغان سولې ملاتړ کړی او افغانان د هغې سولې غوښتونکي دي چې اسلامي ارزښتونه او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
بلخوا دې ناستې ته عبدالرب رسول سیاف هم په خبرو کې وویل چې افغان مرکچي پلاوي د افغانانو ښه استازیتوب کړی، خو په خبره یې طالبانو غوښتل چې د حکومت مذاکراتي ټيم کې تفرقه واچوي، ولې ناکام شول.
سیاف د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، تر هغو چې دواړه لوریو کې د سولې ریښتینې اراده پیدا نشي سوله نه شي راتللی.
د یادونې وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د تېرې قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېده او ټاکل شوې چې د افغان سولې خبرو دویم پړاو د راتلونکې جدي میاشتې په ۱۶مه بېرته پیل شي.