دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهستانکزی؛ په مذاکراتو کې پایلې ته رسېدل پراخه حوصله غواړي

ستانکزی؛ په مذاکراتو کې پایلې ته رسېدل پراخه حوصله غواړي

تاند ( شنبه، د جدي ۶) معصوم ستانکزي نن د ملي پخلاينې دعالي شورا په دوهمه ناسته کې وویلې چې پایلو ته رسېدل پراخ زغم او حوصلې ته اړتیا لري.

ستانکزی چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشري په غاړه لري ژمنه کوي چې خبرو پرمهال به د افغانانو له ټولو حقوقو فاع کوي.

هغه وایي د یوې اوږدې جګړې ختمول اوږدو خبرو او پراخې حوصلې ته اړتیا لري او زیاتوي دوی هڅه کوي چې په تدریج خنډونه له منځه یوسي.

معصوم ستانکزي دغه راز وویل چې افغان حکومت او د ملي پخلاینې عالي شورا د دوی بشپړ ملاتړ کوي او په خبره یې مذاکراتي ټیم په خپلو کې سره یوه خوله دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا نورو غړو هم د خبرو پر مهال وویل چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې یې اوربند د خبرو په سر کې دی او تمه لري چې ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسېږي.

د نننۍ ناستې پرمهال د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د خبرو پر مهال وویلې چې د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي.

د ده په وینا ټول افغانان د سولې تږي دي او د دې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پيل شي او خبرې دې د جګړو د ختمېدو سبب شي.

د عبدالله په خبره په خبرو کې افغان پلاوي په پوره وړتیا له ملي ګټو دفاع کړې ده.

دغه راز د نننۍ ناستې پرمهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې صفیه صدیقي وايي د افغانستان ټول خلک سولې ته اړتیا لري او د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی باید طالبانو سره پر اوږدمهاله اور بند خبرې وکړي.

په ورته وخت کې یونس قانوني بیا د حکومت د مذاکراتي ټیم پر تشکیل نیوکه وکړه او ویې ویل چې مذاکراتي پلاوي کې باید ښځو او ځوانانو ته فعاله ونډه ورکړل شي.

محقق زیاتوي لاهم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلاف ټکي شته چې باید خبرې ورباندې وشي.

هغه وايي، د سولې لپاره په کور دننه او سیمه ییز ملاتړ له ځان سره لرو.

1 COMMENT

  1. حوصله خو به ولروخوخبره داده چه مقابل لوری واقعا دسولی نیت اواراده لری اوکه دخارجی قواووتروتلوخبری اوږدوی اوبیا دپاکستانی ملیشو سره یوځای خپلو تخریبی کړنو ته زورورکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب