یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: هلمند، کندهار او ننګرهار کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ...

دفاع وزارت: هلمند، کندهار او ننګرهار کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (پنجشنبه د جدي ۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ګډو ځواکونو د بریدونو پر مهال په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملي دفاع وزارت نن پنجشنبه په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، افغان امنیتي او دفاعې ځواکونو تېره ورځ د هلمند په ناوې، د کندهار په ژېړۍ او د ننګرها په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ هغه مهال پر طالبانو بریدونه کړي چې پر امنیتي پوستو یې د بریدونو پلان درلود.

دفاع وزارت وايي، ددغو عملیاتو پر مهال د هلمند د ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان سیمه کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دغه راز یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اړوند کودي خیلو سیمه کې هغه مهال ۱۶ طالبان وژلي دي او دوه نور یې ټپیان چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د بریدونو پلان درلود.

یاد وزارت همدار راز زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ په ترینان سیمه کې د طالبانو په یوه ټولي برید کړی چې په پایله کې یې ۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې ددغو بریدونو پر مهال یې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او وسایط هم له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب