یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وايي، تر دې وروسته د امنیتي ناستو معلومات له خلکو...

امرالله صالح وايي، تر دې وروسته د امنیتي ناستو معلومات له خلکو سره نه شریکوي

تاند (پنجشنبه د جدي ۴) کابل کې تر وروستیو هدفي وژنو وروسته د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د ۰۶:۳۰ بجو د ناستو راپورونه به نور نه خپریږي.

امرالله صالح تر دې وړاندې د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو له غبرګونو سره مخامخ شو او نوموړی یې په خپلو کارونو کې پاتې بللی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه خبره نن پنجشنبه د ۰۶:۳۰ بجو په امنیتي غونډه کې کړې او ویلي یې دي چې د دوی امنیتي ناستې به دوام کوي، خو راپورونه به یې پر فېسبوک نه خپروي.

ښاغلي صالح د نن ورځې له امنیتي ناستې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، پرېکړه شوې چې د یو څه مودې لپاره فیسبوکي راپورونه بند کړي، خو په دې موده کې به جلسې دوام کوي او د تېرو دوو میاشتو کارونه او لاسته راوړنې به ارزول کېږي.

د نوموړي په وینا، د کابل ښاریانو د امنیت لپاره به خپلې هڅې ډېروي او زیاتوي چې د طالبانو د پلانونو شنډولو ته به دوام ورکړي.

هغه یو ځل بیا په خپلو خبرو کې ټیګار کړی چې په کابل کې د ترور او هدفي وژنو په قضیو کې طالبان لاس لري.

دده په خبره دغه ډله هڅه کوي څو د مدني ټولنې د غړیو په وژلو سره د عدالت او ازادۍ غږ چوپ کړي.

د امرالله صالح له خبرو سره سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډېر کله په کابل کې د بریدونو پړه پر طالبانو اچولې، خو دې ډلې بیا تل دا اعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی په کابل کې په ورستیو پېښو کې لاس نه لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال د نن ورځې په ۶۰ فېسبوکي راپور کې دا هم ویلي چې ژر تر ژره به د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا د اجرایوي مشر یوسف رشید قاتلین ونیسي.

امرالله صالح چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کابل د امنیت مسؤل دی کابل کې د یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني ښیي او ژمنه کوي، چې ددې پېښې عاملان به نیول کیږي او غچ به ترې اخیستل کیږي.

یوسف رشید تېره ورځ په کابل کې هغه مهال چې له کوره دندې ته پر لاره و په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب