یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

د دیني افراطیت د ریښو او نښانو راسپړنه

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د حاکمانو پر ضد خروج:

که کوم حکومت له اسلامه منحرف شي، یا په اسلامي ټولنه کې له اسلامه منحرف شوې ډلې راپیدا شي، نو بیا د هغوی پر ضد جهاد کولی شو؟ دا په هغو مناقشه‌يي مسایلو کې ده چې د جهادي ډلو او منځلاور اسلامکارو ډلو تر منځ یې په اړه سخت اختلاف دی. قرضاوي وايي هغه کسان چې نن سبا خلک د حاکمانو پر خلاف وسله‌وال پاڅون ته رابولي: «فکرونه یې د کلک سلفیت، د تکفیر د جماعت، او په وسله‌والو فعالیتونو کې د بوختو جماعتونو د فکرونو ګډوله ده، او د دوی فکرونه زموږ د پخواني تاریخ د خوارجو له فکرونو سره ورته دي.» (هماغه اثر: ۲۱۸) قرضاوي دلته د حکومتونو او ډلو ترمنځ توپیر کوي. هغه د منحرفو ډلو او وګړو د مقابلې لپاره د «مدني جهاد» وړاندیز کوي او باور لري چې د سوله‌ییزو وسایل ډېروالی موږ له دې اړتیا څخه خلاصوي چې وسلې او جګړې ته لاس پورې کړو. هغه دا وسایل دغه شیان ګڼي: «د جمعې ورځې خطبې، علمي او فکري ویناوې، دیني او رزونیز درسونه، راغونډې او متمرکزې خپرونې، په رسنیو کې علمي او فرهنګي خپرونې، د مجلو او ورځپاڼو خپرول، قضائیه قوې او محکمې ته پناه وروړل، د فرهنګي ټولنو ایجادول، د سیاسي ګوندونو تأسیسول، او داسې نور.» (هماغه اثر: ۲۲۲ – ۲۲۳) لکه څرنګه چې «شعر او رسنۍ هم اهمیت لري …» (هماغه اثر: ۲۲۶) په دې برخه کې مدني جهاد هم مهم دی: «علمي او فرهنګي ډګر، ټولنیز، اقتصادي، د ښوونې او روزنې، د روغتیا، د چاپېریال، او ټول تمدني ډګرونه.» (هماغه اثر: ۲۳۲)

خو که حکومت له اسلامه منحرف شوی و، نو بیا؟ قرضاوي یې پر دوو برخو وېشي، یوه برخه هغه حکومتونه دي چې له اسلام او اسلامي احکامو سره رسمي مخالفت نه ښکاره کوي، خو چندان یې پالي هم نه. دی وايي: «ځینې داسې حکومتونه ګناهکار بللی شو ځکه چې د اسلام له ځینو احکامو او ارشاداتو سره مخالفت کوي… داسې حکومتونه نور څوک له اسلام څخه وتلي نه ګڼي، به غیر له خوارجو او د هغوی همفکرانو څخه… دا هماغه حکومتونه دي چې ما آرام یا معتدل سیکولر بللي دي.» (هماغه اثر: ۱۳۳۰) د قرضاوي په نظر، له داسې حکومتونو سره باید په سوله‌ییزه لاره چلند وشي او د حکومتونو د اصلاح په برخه کې د نورو ملتونو له تجربو څخه استفاده وشي.

خو هغه حکومتونه چې له اسلام سره په ښکاره مخالفت کوي، حکم یې بل شان ښکاري. هغه د دې حکومتونو په اړه وايي چې نه یوازې اسلام پالي نه: «بلکې د اسلام له دعوتګرو سره دښمني کوي او سختې هلې ځلې کوي چې په عمومي او خصوصي ژوند کې د دیندارۍ چینې وچې کړي … ان تر دې چې که مسلمانه ښځه په پوړني سر پټ کړي، دوی یې په قانوني لحاظ مجرمه ګڼي او هغه له خپلو انساني حقونو لکه تحصیل، کار، او درملنې څخه محروموي… داسې حکومتونه یوازې ګناهکار نه شو ګڼلی … پر دوی له کفر پرته بل حکم نه شو کولی… او د دوی له حال سره هغه حدیث جوړېږي چې وايي: «مګر دا چې له هغوی څخه ښکاره کفر ووینئ…» (هماغه اثر: ۱۳۳۱) قرضاوي دې حدیث ته ځکه اشاره کوي چې په سر کې یې د حاکمانو پر ضد پاڅون منع شوی دی مګر دا چې ښکاره کفر وکړي. قرضاوي د حکومتونو له دې دوهم ډول سره جهاد واجب ګڼي، خو وايي: «له داسې حکومتونو سره جهاد مختلف ډولونه لري او رتبې او درجې یې هم ډېرې دي. دا خبرې په دې پورې اړه لري چې دې حکومتونو څومره ظلم کړی دی، د اسلام له اساساتو څخه څومره لرې شوي دي، او همدارنګه له دې حکومتونو سره د اسلامي ډلو د مقابلې شرایط او امکانات څرنګه دي… او دلته هماغه نبوي حدیث برابرېږي چې که څوک کولی شي، منکر دې په لاس سره منع کړي او که یې ونه شول کولی، په ژبې سره او که بیا یې ونه شول کولی، په زړه سره … یعنې هغه ډلې چې کافي ځواک او توان نه لري، لانجه دې نه جوړوي او خپل وګړي دې په نابرابر جنګ کې د مرګي خولې ته نه ورکوي، هغه هم له داسې حکومت سره په جګړه کې چې هېڅ رحم او نرمي نه پېژني. لکه څنګه چې د ځینو اسلامي جماعتونو چلند مو ولید چې وسلې پورته کوي او ویجاړوونکو جنګونو ته وردانګي او خپل خورا ښه ځوانان قربانوي.» (هماغه اثر: ۱۳۳۱) هغه په داسې ځای کې چې د مؤمنانو سر ته د خطر احتمال وي، ان له نامسلمانانو سره په جنګ کې هم، د یوه معاصر فقیه رمضان البوطي نظر رانقلوي چې: «دلته د سر د ساتلو مصلحت د دین د ساتلو تر مصلحت باید وړاندې وګڼل شي ځکه چې د دین د ساتنې مصلحت وهمي یا له واقعیته لرې مصلحت دی.» او هغه وايي چې: «[د بوطي] دغه نظر صحیح او له فقهي بصیرت سره مل دی» (هماغه اثر: ۸۶۱)

دلته داسې ښکاري چې د قرضاوي نظر دې دوه پوړه ولري، یو ستراتیژيک پوړ او بل تکتیکي پوړ. هغه په ستراتیژۍ کې د حکومتونو په مقابل کې له وسله‌وال قیام سره موافق دی، سره له دې چې دا په څو انتخابونو کې یو انتخاب بولي، نه یوازینی ممکن انتخاب، خو په تکتیک کې بیا د ډېر جهادي ډلو له چال چلند سره جوړ نه دی او ځکه یې ناروا او ناکام بولي چې ماتې په کې حتمي وي. په همدې وجه وايي چې: «دا چې نن سبا اسلامي ډلې او پرګنې له دولت سره د مقابلې مادي او نظامي ځواک نه لري، نو ښه به دا وي چې سوله‌ییزو لارو چارو ته مخه کړي، لکه د خلکو له پوهولو څخه رانیولې د هغوی تر ایماني او فکري روزنې پورې چې په دې لاره پر حکومت اغېزه وشیندلی شي او تغییر ته یې اړ باسي.» (هماغه اثر: ۱۳۳۱) په ستراتيژۍ کې وحدت او په تکتیک کې توپیر د سیاسي اسلامکارو ډلو د پېژندلو لپاره مهم ټکی دی. د اخوان المسلمین، حزب التحریر، طالبانو او داعش تر منځ د خپلوۍ په ګڼو اړخونو کې یو اړخ همدا دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب