جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کندهار د حج او قافو رییس په یو وسله‌وال برید کې...

د کندهار د حج او قافو رییس په یو وسله‌وال برید کې ټپي شو

تاند(پنج شنبه، د جدي ۴) کندهار کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس محمد عمر اخندزاده نن سهار په یو وسله‌وال برید کې ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د نهه بجو شاوخوا کې د دغه ولایت دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند چوڼۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه وایي، په دې پېښه کې د کندهار د حج او اوقافو رییس محمد عمر اخندزاده ټپي شوی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې هدفي وژني زیاتې شوې دي او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو او مدني فعالانو خبریالانو او نورو کسانو د مرګ‌ژوبلې او ټپي کېدو خبرونه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...