یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهلوګر کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

لوګر کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

تاند(پنج شنبه، د جدي ۴) د پوهنې وزارت وايي، په لوګر کې یې د نجونو لپاره د خواجه لغوي په نوم د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده.

پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د خواجه لغوي په نوم د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، جوړه شوې ودانې ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د لمریزې بریښنا سیستم، د اوبو واټر پمپ او ۳ غرفې تشنابونه لري.

دا ښوونځی ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی اوس مهال له لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې ۵۳۳ زده کوونکي لري چې د نوې ودانۍ په جوړیدو سره ۵۰۰ زدکوونکو ته د زدکړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

دغه راز د لوګر د پوهنې رئيس سر مولف سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي پر جوړیدو د خوښي په څرګندولو سره وویل، په خوښۍ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۲۲ ښوونځي شته دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب