شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسوریې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلله

سوریې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلله

تاند (دوشنبه د جدي ۲) د سوریې د عربي جمهوریت د اوقافو وزارت په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف یې بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د سوریې د اوقافو وزارت په حواله په یوه بیان کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د اسلام د مبین دین او مسلمانانو د بدنامولو په خاطر جګړې کوي چې هېڅ شرعي جواز نه لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع ګڼلې ده.

دیني عالمانو ویلي، ښکیلې خواوې ددې لپاره چې واک ته ورسېږي جګړو ته دوام ورکوي او بل کوم شرعي عذر نه لري.

خو طالبانو بیا په ځلونو د دیني عالمانو دغه خبرې بې اساسه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې هره ورځ په کې د افغان نظامیانو سربېره لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب