یکشنبه, جون 2, 2024
Home+نخره بازه سولې ته دغمجن اولس هېلې

نخره بازه سولې ته دغمجن اولس هېلې

لیکنه : محمد یعقوب واحدي 

سولې : په نړۍ کې زموږ هیوادپراخه زیرمو، طبعي سرچینو، راوانو پاکو اوبو او ستراتیزیک موقیعت په لرلو سره ګاونديو هیوادونو او دنړی لویو  قدرتونود خپلو ګټو لپاره زموږ ګران هیواد دجنګ په میدان بدل کړی.

سولې: زموږ هیواد کې په تیرو سلو کلونو کې داولسونو د سوکالی او آرمۍ لپاره  کار نه دی شوی بلکې په دغه تیر وخت کې زموږ زیات شمیر  اولسونه  دپردیو  د جکړو قربانې شوي .

سولې : په تیرو  څلویښتو کلونو کې زموږ په اولسونو داسي حالات تیر شول چې دوی یې په اړه فکر هم نه شو کولی.زیات شمیر خلک مو په قاچاقې لارو داورپا په  اوبو کې غرق شول او ډیریهیوادوال مو  په مهاجرت او کورد ننه  وچه ډوډۍ نلري .

سولې: موږ په جګړو کې رالوی شوی ملت یو څوځله مو د دې خاوري او وطن لپاره بې شمېره وګړوخپل ځانونه قربانکړې هر ځل مو د آزادۍ نارې د نړیوالو تر غوږونو رسولي او وروسته بيا یو متحد ملت نه یو پاتي شوي د پردیو د ګټو لپاره موجوړ نظامونه نسکور شوي .

سولې: د دې خاوري د ساتلو لپاره بې شمیره افغانانو ځانونه قربان کړل  خو زموږ ځینو رهبرانو او مشرانو  د خپلو کورنیواو اولادونولپاره د ژوند هر ډول اسانتیاوي برابرې کړې خو دغو رهبرانو یوه ورځ هم د یو کونډي او یتیم پوښتنه ونه کړه چې دوی په کور کې  د خوړلو لپاره څه لري او کنه .

سولې: د هیواد وګړې  مو  په ودونو کې په ډلیز ډول و وژل شول، په خوب ویده ماشومان مو په ډيره بې رحمی شهیدان شول، د ښارونو په چاودنو کې مو هره  ورځ په سلګونو خلکو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل زموږ تعلیمې بنسټونه او مذهبي ځایونه مو په وینو سره وي دینې علما ځوانان، زده کړیالان ، محصیلن  او د کار خلک یې را ووژل ، زموږ دهیواد ټول وګړې نر اوښځې ،ماشومان او لویان   د دې بدمرغې جګړې له لاسه هرشیبه په ویر اوغم کې ژوند کوي.

سولې : هغه (مډرنه) انسانان او د بشر خواخوږي راځي زموږ په کلیو او ښارونو خبلې  وسلې اوطیاري ازمایې  سولې د خدای لپاره له موږ خپه چې نه شي موږه  بیواکه یو  او ته یې راګیره دنړی د قدرتونو منځ کې هغوی، چې تا یادوي زړه او ‌ذهنونه یې له جنګه  ډک دي د دوی زامن اولوڼې پرته له تا نه هم سوکاله کرځي .

له موږه ورکې سولې: ته لا اوس هم دنړی په بازارو کې ګرځي کله مسکو کې وي ته  کله دوحه کې ورکه یا دپنجاب لمن کې ستا واکداران په واشنګټن کې ناست دي سولې  قیمت دې  له حده زیات شو. سولېته اوس خبره یې زموږ له حاله سهار ماښام له هدیرو نه راځو کله میرمنې ،ماشومان او یا ځوانان خښوو په  ښار او کليوکې  محشر جوړ دی.

سولې : ستا د راتلو لپاره دهیواد ځوانان ، سپین ږیري  د هیواد ټولو ولایتونو باندې پلې  وګرځیدل انسانان خو  لا څه چې حیوانات هم ستا د راوستلو لپاره زیاتې ستړي تیري کړي .

ای نخره بازې سولې:  زموږ د هیواد ماشومان، ځوانان ، میرمني ، سپین ږیري ټول تا له خدایه په خپلو دعاګانو کې غواړي د دې وطن د هر وګړي له خولي داخبره هر وخت اورو چې خدای د په د وطن کې سوله راولي .

سولي:- که د رب خوښه چې بیرته راشي خدای خبر چې خوښ به د شي دا شډل کلي او ښارونه کنه د داسې ورځو په هیله یو چې ټول هیوادوال مو د يوې با عزته سولي تر سیورې  لاندې دآرمی او سوکالۍ ژوند ولري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب